لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان عسکر په خطا کې امریکايي همکار وژلی


په افغانستان کې د قاطع ماموریت ځواکونو مشر جنرل اسټن ملر
په افغانستان کې د قاطع ماموریت ځواکونو مشر جنرل اسټن ملر

د افغانستان په نیمروز ولایت کې د القاعده وسله والو خلاف د عملیاتو په مهال یو امریکايي عسکر د خپل افغان همکار په ډزو وژل شوی دی.

په افغانستان کې میشته د قاطع ماموریت ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ورځ بیان کې وویل امریکايي عسکر د نومبر د میاشت په ٢۴ مه نېټه وژل شوی دی.

د وژل شوي امریکايي عسکر نوم سارجنټ جېسو ښودل شوی دی.

د قاطع ماموریت بیان وايي لومړنۍ مرکۍ ښۍ سارجنټ جېسو د افغان او امریکايي ځواکونو او د کله بندو القاعده وسله والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

بیان زیاتوي چې داسې څه شواهد نه دي ترلاسه شوي چې گني امریکايي عسکر قصداً وژل شوی دی.

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي عسکر د افغان امنیتي ځواکونو دننه په حملو کې وژل شوي دي، کله چې د افغان امنیتي ځواکونو په دریشۍ کې حمله کونکی خپل ټوپک په امریکايي همکارانو ور واړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG