لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: امریکا له ولسمشر غني غوښتي چې د ولسمشرۍ دلوړې مراسم دې وځنډول شي


دا غوښتنه په داسې حال شوې چې ټاکل شوې د راتلوونکي پنجنشنبې یا زیارت په ورځ محمد اشرف غني دولسمشرۍ دلوړې مراسم پرځای کړي او افغان حکومت ویلي چې دې مراسموته چمتوالی نیول شوی دی
دا غوښتنه په داسې حال شوې چې ټاکل شوې د راتلوونکي پنجنشنبې یا زیارت په ورځ محمد اشرف غني دولسمشرۍ دلوړې مراسم پرځای کړي او افغان حکومت ویلي چې دې مراسموته چمتوالی نیول شوی دی

دامریکا متحدو ایالتونو ولسمشرټرمپ دافغانستان له ولسمشرمحمد اشرف غني غوښتنه کړې ده چې دولسمشرۍ دلوړې مراسم دې وځنډوي.

دا غوښتنه په داسې حال شوې چې ټاکل شوې د راتلوونکي پنجنشنبې یا زیارت په ورځ محمد اشرف غني دولسمشرۍ دلوړې مراسم پرځای کړي او افغان حکومت ویلي چې دې مراسموته چمتوالی نیول شوی دی.

رویټرزخبري اژانس په خپل راپور کې ویلي له افغان حکومت د بیا منتخب شوي ولسمشر دلوړې مراسمو د ځنډولو غوښتنه په دې هدف کړې چې په افغانستان کې دولسمشرۍ دټاکنیزناندریوله امله د سولې روانه پروسه زیانمنه نه شي.

دامهال په افغانستان کې دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې دشوې موافقې له مخې چې ټاکل شوې دفبروری په ۲۹ مه لاس لیک شي د تاوتریخوالي اونۍ دعملي کیدو دریمه ورځ روانه ده.

دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد،پخواني ولسمشر حامد کرزي اودسیاسي ګوند مشراستاد عبدالرب رسول سیاف دولسمشرۍ دلوړې مراسم دپرځای کیدو مخکې دولسمشرغني او ډاکترعبدالله عبدلله سره دټاکنو دپایلو په تړاو درامنځته شویو اختلافونو دهوارولو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.

دافغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون دولسمشرۍ دټاکنو په وروستیو پایلو کې محمد اشرف غني دولسمشرۍ ټاکنو ګټوونکی اعلان کړ خو په مقابل کې دثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله ویلي په اعلان شوې پایله کې درغلي شوې او په وینا یې همه شموله حکومت به اعلانوي.

دثبات او همپالنې ډلې ویلي چې دټاکنو اصلي ګټوونکی عبدالله عبدالله دی دوی هم دخپل مشرد ولسمشر په توګه دلوړې مراسم د پرځای کیدو لپاره اماده ګي نیولې ده.

د ولسمشرۍ د ټاکنو له اعلان وروسته دټاکنیزوډلو ترمنځ په رامنځته شوی کړکیچ ملګرو ملتونو اندیښنه ښودلې او دهغې د هوارولو غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG