لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امرېکا به د ایران په چابهار بندر پابندي نه لگوي، افغانستان یې هرکلی کوي


د افغانستان صدر اشرف غني، د هندوستان وزیراعظم نررندره مودي او د ایران صدر حسن روحاني د چابهار بندر د پرمختگ معاهده کړې وه
د افغانستان صدر اشرف غني، د هندوستان وزیراعظم نررندره مودي او د ایران صدر حسن روحاني د چابهار بندر د پرمختگ معاهده کړې وه

افغان مامورینو د امریکې د دې فېصلې هرکلی کړی دی چې په ایران د اقتصادي پابندیو په مهال به د چابهار بندر ته د افغانستان په وجه د بندیزونو نه استثنا ورکوي ځکه چې دغه بندر د افغانستان په اقتصادي پرمختگ کې مرسته کوي.

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت چابهار بندر ته د استثنا ورکوولو اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو.

د امریکايي اقدام په نتیجه کې به افغانستان د ایران څخه د تېلو وارداتو ته هم دوام ورکړی شي او د هغه ریل تعمیر به هم دوام ومومي چې چابهار به د افغانستان سره تړي.

د افغان صدر اشرف غني ترجمان هارون چخانسوري په ټوېټر د امریکايي د فېصلې په اړه وویل دا د صدر اشرف غني د امریکې سره د تېرو شپږ میاشتو د روابطو نتیجه ده.

امریکې د گل، دوشنبې، په ورځ د ایران د تېلو او بېنکارۍ په صنعتونو اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې.

په ایران دغه پابندۍ د کال ٢٠١٥ د اېران د اېټمي معاهدې په ترڅ کې لرې کړی شوې وې.

د صدر ټرمپ حکومت ایران سره د معاهدې نه د وتلو فېصله کړې ده. د امریکې په شمول فرانس، جرمني، برطانيي، چین او روس په کال ٢٠١٥ کې د ایران سره د تهران د اېټمي پروگرام په سر معاهده وکړه. د معاهدې هدف د اېټمي وسلو په ممکنه ترلاسه کولو کې د ایران مخه نیول وو. د لوظنامې په نتیجه کې په ایران د غربي قوتونو اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شوې.

خو صدر ټرمپ وايي د ایران اېټمي معاهده خپل مقصد نشي پوره کولی او ایران وايي د اېټمي پروگرام هدف یې وسله تیارول نه دي.

افغانستان، هندوستان او ایران د چابهار دلارې افغانستان سره تجارت ته د وده ورکولو دپاره لوظنامه کړې ده چې نه یوازې افغانستان ته د تجارت متبادل لاره پرانیستل شي بلکې په پاکستان د افغانستان اړتیا هم کمه کړی شي.

د اسلام اباد او د کابل په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي له امله د افغانستان تجارت ته هم زیان رسي.

امریکايي مامورین وايي چابهار ته استثنا ورکول د افغانستان اقتصادي ترقۍ ته د واشنگټن ملاتړ څرگندوي.

خو د امریکې اقتصادي بندیزونه د هندوستان هغه سرمایه کاري د خطر سره مخامخ کوي چې نوي دلي یې د چابهار بندر په ترقۍ لگول غواړي. بلخوا په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونه هم په هېواد کې د امن او ثبات دپاره د نړیوالې ټولنې په کوښښونو کې مشکلات راولاړوي.

په نژدې ورځو کې طالبانو د هېواد به بېلا بېلو برخو کې حملې کړې دي او دعوه کوي چې په نیمايي هېواد یې ولکې او یا د اثر دلاندې دی.

که څه هم په تېرو څو هفتو کې د امریکايي مامورینو د افغان طالبانو سره ابتدايي رابطې کړې دي خو د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کوښښونه نه دي کامیاب شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG