لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر غني د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سره په افغان سولې خبرې وکړې


دبیان ترمخه ولسمشر اشرف غني او زلمي خلیلزاد په دې شوې لیدنه کې له طالبانو سره دافغان حکومت له لوري دمذکراتي ټیم لخوا دمذاکراتو دپیل په اړه هم بحث کړی دی
دبیان ترمخه ولسمشر اشرف غني او زلمي خلیلزاد په دې شوې لیدنه کې له طالبانو سره دافغان حکومت له لوري دمذکراتي ټیم لخوا دمذاکراتو دپیل په اړه هم بحث کړی دی

دافغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني دافغان سولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

د ولسمشری ماڼۍ په بیان کې راغلي په دې لیدنه کې چې د جمعې په ماښام ترسره شوه دواړو مشرانو دسولې سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او تیاریو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

دبیان ترمخه ولسمشر اشرف غني او زلمي خلیلزاد په دې شوې لیدنه کې له طالبانو سره دافغان حکومت له لوري دمذکراتي ټیم لخوا دمذاکراتو دپیل په اړه هم بحث کړی دی.

دامریکا متحدوایالتونو اوطالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې هوکړه لیک ترلاس لیک وروسته لومړی ځل دی چې دافغان سولې لپاره دامریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان ولسمشر اشرف غني ترمنځ لیدنه کیږي.

دا لیدنه په داسې حال شوې چې کابل ښار نن دیوه خونړۍ برید شاهد و.

دحزب وحدت د پخواني مشرعبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین دلمانځې په مراسمو دوسله والو په برید کې چې ٣٢ تنه ولسي خلک وژل شوي او۶۵ تنه نور ټپیان شوي دبرید مسئولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG