لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ وايي په ختیځ افغانستان کې د داعش ډلې څلور وسله وال وژل شوي


صدر ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل که چېرې طالبانو سره د تشدد د کمي دغه موافقه کامیابه شوه نو د امن معاهده به لاس لیک کړی. "زه به پرې خپل نوم ولیکم."
صدر ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل که چېرې طالبانو سره د تشدد د کمي دغه موافقه کامیابه شوه نو د امن معاهده به لاس لیک کړی. "زه به پرې خپل نوم ولیکم."

په افغانستان کې امریکايي پوځي مامورینو ویلي امریکايي ځواکونو د هېواد په ختیځ کونړ ولایت کې د داعش وسله والې ډلې په ضد هوايي بمباري کړې ده او څلور وسله وال یې وژلي دي.

په کونړ کې د داعش خلاف عملیات په داسې حال کې شوي دي چې امریکا او افغان طالبان د یوې هفتې پورې د تشدد په کموولو موافق شوي دي او امکان دی چې د هفتې په اخېره کې فریقېن د سولې لوظنامه لاس لیک کړي.

صدر ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل که چېرې طالبانو سره د تشدد د کمي دغه موافقه کامیابه شوه نو د امن معاهده به لاس لیک کړی. "زه به پرې خپل نوم ولیکم."

صدر ټرمپ په افغانستان کې میشته امریکايي ځواکونو ته وویل "وخت راغلی چې کور ته راشئ."

په کونړ کې د داعش خلاف عملیاتو په اړه یو امریکايي پوځي ترجمان وویل چې د نهې، سه شنبې، په ورځ دوه هوايي بمبارۍ وکړی شوې.

پوځي ترجمانې کرنل سوني لېگېټ وویل د افغانستان د تحفظ دپاره به په هرځای کې د داعش خلاف حملې کولی شي خو د طالبانو سره شوي لوظنامه به عمل کولی شي.

امکان دی چې د امریکې او د طالبانو د سولې لوظنامه به په قطر کې لاس لیک کړی شي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم دی او دوحه د امریکې او د طالبانو د خبرو کوربتوب هم کړی دی.

د امکاني معاهدې د مسودې ترمخه، امریکا به د افغانستان نه د خپل ځواکونو ویستلو دپاره د وخت ټاکنه کوي او طالبان به دا ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي. طالبان به د سیاسي مفاهمت په خاطر بین الافغاني خبرو کې هم شاملېږي.

طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کړی دی، وايي د کابل حکومت بې اختیاره دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG