لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي سفیر وايي افغانان دې په شریکه د امن دپاره هلې ځلې وکړي


تېره هفته د افغانستان طلوع ټېلې وژن سره مرکه کې جان باس وویل پکار ده چې افغانستان خپل منځو کې سیاسي اختلافات ختم کړي او پراخه بنسټه حکومت جوړکړي

په افغانستان کې د امریکې سفیر جان باس د گل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې د خپلې دندې دوه کلنه موده ترسره کړه او د هیواد نه د ستنېدو په موقع یې امید څرگند کړو چې طالبانو سره د سیاسي جوړ جاري دپاره به افغانان په شریکه هلې ځلې وکړي.

جان باس په داسې حال کې د کابل نه ستنېږي چې امریکا طالبانو سره د امن لوظنامه لاس لیک کول غواړي خو فریقېن تراوسه کومې موافقې ته نه دي رسېدلي. باس په کال ٢٠١٧ کې په کابل کې د امریکې سفیر گمارل شوی و.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط د وي او ای انگریزۍ څانگې ته وویل جان باس د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت دا هدف فدف په "مهارت مخ په وړاندې بوتلی و چې په افغانستان کې دې یو داسې سیاسي مفاهمت ترلاسه کړی شي چې ترهگر د افغان خاورې څخه د امریکې دپاره بیا خطر جوړ نشی." چارواکي وویل جان باس دغه هلې ځلې په افغانستان کې د امنیت د یو شمېر خطراتو ترڅنگ کولې.

د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل کابل څخه د جان باس د بېرته تگ تابیه ډیر وخت وړاندې شوي وه ځکه چې په کابل کې امریکايي سفیران په عامه توگه دوه کاله وخت تېروي.

امریکا غواړی چې د طالبانو سره داسې لوظنامه لاس لیک کړي چې ترمخه یې طالبان دا ضمانت ورکړي چې افغانستان به بیا د ترهگرو پټن ځای نه جوړیږي او طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته کښېني. په بدل کې به امریکا د افغانستان څخه د ځواکونو ویستلو معیاد ټاکي.

جان باس د گل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر د کال ٢٠١٨ د اختر په موقع د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د ډزبندۍ ذکر وکړو."مونږ به د کال ٢٠١٨ د اختر یادونه ډیر په خوشحالۍ ساتو چې په ټول ملک امن خپرو شو او افغانانو ولیدل چې دواړو خواو دپاره دا ممکنه ده چې تشدد ودروي."

د وي او ای انگریزۍ څانگې په رپورټ کې ویل شوي چې جان باس په افغانستان کې د اداري فساد سخت نقاد و او ټنگار یې کولو چې د کال ٢٠١٩ د صدارتي انتخاباتو په نتیجه کې دې شفاف حکومت پرځای کړی شي.

تېره هفته د افغانستان طلوع ټېلې وژن سره مرکه کې جان باس وویل پکار ده چې افغانستان خپل منځو کې سیاسي اختلافات ختم کړي او پراخه بنسټه حکومت جوړکړي.

په صدارتي انتخاباتو کې د ووټ اچوونکو د کمې شرحې په اړه د جان باس خبرې د افغان اشرف غني حکومت رد کړې. د صدارتي انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښايي چې اشرف غني زیاتې رای ترلاسه کړې دي او د صدرات دویم پنځه کلنه دوره به وگټي.

خو په انتخاباتو کې د اشرف غني حریف عبدالله عبدالله د سپټمبر په ٢٨ نېټه شویو انتخاباتو نتیجې رد کړې دي. عبدالله عبدالله انتخابي کمیشن ته د زرگونو په شمېره کې شکایتونه وړاندې کړي دي چې کمیشن یې جاج اخلي او وي او ای انگلش څانگه خپل رپورټ کې وايي ممکنه ده چې د انتخاباتو نتیجې د دغه کتنې وروسته بدلې شي.

XS
SM
MD
LG