لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کال ٢٠١۴ ورستو افغانستان کې د امریکائي عسکرو د پاره بمونو خطرات


یو امریکائي عسکر بل عسکر ته د آئي ډي په چاؤدنه کې د ملگري په وژل کیدو تسلي ورکوي
یو امریکائي عسکر بل عسکر ته د آئي ډي په چاؤدنه کې د ملگري په وژل کیدو تسلي ورکوي
د امریکې د دفاع وزارت یا پنټگان ویلي د کال ٢٠١۴ نه ورستو افغانستان کې پرځائي امریکائي عسکر به د آئي ايي ډي بمونو د زیات خطر سره مخامخ وي او وسله وال به د غوره وسلې په توگه استعمالوي.
آئنده کې افغانستان کې د امریکائي عسکرو د آئي ايي ډي د خطراتو په حقله اندیښمني لیفټیننټ جنرل مائیکل باربیرو د امریکې سنیټ د خارجه چارو کمیټۍ ته د وینا په مهال ښکاره کړه. جنرل باربیرو پنټگان کې د هاغه څانگې مشر دی چې د آئي ايي ډیز پرضد کار کوي.
افغانستان کې میشته نړي وال عسکري چارواکې وايي د آئي ايي ډیز چاؤدنې جنگ ځپلې هیواد کې د زیاتره ملکي او عسکري تلافاتو سبب دی چې د حکومت مخالف وسله وال يي اکثر د افغان او نړي والو عسکرو په نخښه کولو د سړک په غاړه ښخوي.
آي ایي ډیز هاغه بمونو ته ویل کیږي چې په ځائي توگه جوړ وي او کیمیاوي څره پکې استعمالیږي.
افغانستان کې د امریکائي عسکرو ٦٠ فیصد امریکائي عسکرو وژنې او یا زخمي کیدل د آئي ايي ډیز د لاسه رامنځته شوې دي.
جنرل باربیرو وویل د کال ٢٠١۴ ورستو کله چې زیاتره امریکائي عسکر د افغانستان نه وځي هلته باقي پاتي امریکائي عسکر به د آي ايي ډیز بمونو په نخښه کیدو د پاره زیات څرگند وي. هغه وویل دښمن به آئي ايي ډیز د غوره وسلې په توگه د امریکائي عسکرو خلاف استعمالوي.
جانتن کارپنټر چې د امریکې خارجه دفتر یا سټیټ ډپارټمنټ کې د اقتصادي چار صلاحکار دی، وویل چې آي ايي ډیز کې استعمالیدونکې څره پاکستان کې تیاریږي او اسلام آباد د څرې افغانستان ته د منتقلیدو د مخنیوي په لړ کې باید نور گامونه واخلي.
هغه وویل خپله پاکستان کې هم د آئي ايي ډیز د ٣٧٠٠ کسان وژل شوې او د آئي ايي ډیز د ٩٢٦ نه زیاتې حملې شوې دي.
جنرل باربیرو وویل پاکستان کې دوه کارخانې چې د یوې کمپنۍ ملکیت دي امونیئم نائټریټ څره جوړوي چې د امریکې حکومت سره مرسته نه کوي او د پاکستان حکومت دغه کمپنۍ سره نیغ په نیغه رابطه قطع کړې ده او یواځې د یو پاکستاني وزارت د لارې ورسره رابطه کیدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG