لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې ددفاع وزیر لیان پنیټا د افغانستان په سفر


د افغانستان د سفر په مهال به پنیټا د افغان صدر حامد کرزۍ سره صلا مشوره کوي
د افغانستان د سفر په مهال به پنیټا د افغان صدر حامد کرزۍ سره صلا مشوره کوي
د امریکې د دفاع وزیر لیان پنیټا د شورو په ورځ په غیر اعلان کړی شوې سفر د افغانستان سرښار کابل ته رسیدلی دی چې افغان صدر حامد کرزۍ او امریکائي پوځي چارواکو سره به لیده کاته کوي.
د افغانستان د سفر په مهال به پنیټا د افغان صدر حامد کرزۍ سره صلا مشوره کوي او افغانستان کې میشته لوړ رتبه امریکائي پوځي مشرانو سره به په دې موضوع خبرې کوي چې د کال ٢٠١۴ ورستو جنگ ځپلې هیواد کې په څومره شمیره کې امریکائي ځواکونه باید پرځائی کړی شي.
افغانستان ته رسیدو وړاندې کویت کې د وینا په مهال پینټا وویل امید لري چې صدر براک اوباما به راتلونکو څو هفتو کې دا فیصله اعلان کړې چې افغانستان کې به د کال ٢٠١۴ ورستو څومره امریکائي عسکر پرځائې کولی شي.
عسکري چارواکو افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د تربیي او ترهگرۍ د مخنیوي دنده ترسره کولو د پاره تر ١٥٠٠٠ پورې د امریکائي عسکرو پرځائې کولو وړاندیز کړی دی.
تیره میاشت پنیټا ویلي وو افغانستان کې دې باید په لویه شمیره کې امریکائي عسکر پرځائی کړی شي چې هیواد بیا د القاعده پناه ځائې جور نشي. خو افغانستان کې په ممکنه توگه پرځائې کیدونکو امریکائي شمیره په ډاگه نه کړه.
پنیټا افغانستان ته ناڅاپې سفر په داسې مهال کوي چې افغان صدر حامد کرزۍ، د ترکي صدر عبدالله گل په کوربه توب د پاکستان صدر اصف علي زرداري سره انقره کې افغانستان کې د سولي د عمل او پاکستان سره همکاري په سیوا کولو خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان استخباراتي ادارې مشر اسدالله خالد باندې د ځانمرگي برید ورستوچې هغه پکې زخمي شوی وو، د افغانستان او پاکستان په منځ کې د دعوو او ځوابي دعوو لړۍ شورو شوې ده.
صدر حامد کرزي ویلي په اسدالله خالد د حملې منصوبه سازي پاکستان کې شوې چې د طالبانو نه لوې لاسونه پکې ککړ دي.
خو پاکستان افغان دعوه ردوي. او د شورو په ورځ د پاکستان وزیراعظم راجه پرویز اشرف ویلي افغانستان دې په دې لړ کې کوټلې شواهد وړاندې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG