لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېیو په افغانستان کې د ډز بندۍ غوښتنه کړي


مایک پامپېیو او په قطر کې د طالبانو د فتر مشر ملاعبدالغني برادر
مایک پامپېیو او په قطر کې د طالبانو د فتر مشر ملاعبدالغني برادر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي د افغان سولې دواړه اړخونه یې هڅولي چې د سیاسي نقشې د جوړولو او په هر اړخیز او تل پاتې اوربند لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړي وایي له پامپېیو سره یې په خبرو کې یې ویلي د بندیانو د خوشي کیدو وروسته د تاوتریخوالي زیاتیدل ورته د منلو وړ ندی.

د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو تر منځ له نږدې دوو میاشتو راهیسې د قطر په دوحه کې د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو د د خبرو د کړنلارې د سلا او مشورو پرته نور پرمختګ پکې نه ښکاري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي د افغان سولې د دواړو اړخونو سره یې کتلي او دواړه اړخونه یې د سیاسي حل لارې او هر اړخیز اوربند ته هڅولي دي.

پامپېیو د دواړو لورو غوښتي چې د یوې سیاسي نقشې د جوړولو او د تل پاتې هر اړخیز اوربند لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړي شریفه زرمتۍ وایي د پامپېیو سره یې د افغانستان د تیرو دوه لسیزو په لاسته راوړونو او د هغې په ساتنه یې ټینګار کړی او په هیواد کې یې د روان تاوتریخوالي اندیښنې ورسره شریکې کړي دي او همدا شان دواړو لورو په افغانستان کې د سولې د توافق نامې څخه وروسته په دوامداره مرستو او تل پاتې اوربند ټینګار وکړ

مېرمن شریفه زرمتۍ زیاتوي " د افغانستان اسلامي جمهوريت د دوو لسیزو د لاسته راوړنو په ساتو ټینګار وکړ او په هیواد کې یې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په هکله خپلې اندیښنې شریکې کړې، په افغانستان کې یې د تل پاتې او باعزته سولې په ټینګیدو چې یو ګډ او مشترک هدف دی خبرې وکړې او همدا شان دواړو لورو د سولط د توافق نه وروسته په افغانستان کې په دوامدارو مرستو او او تل پاتې اوربند باندې ټینګار وکړ"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېیو په دوحه کې د داوړو لورو سره د لیدو کتو وروسته یو ځل بیا هیله مند کړي دي چې د دوی په خبره د امریکا د نوي حکومت په جوړیدو به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې به نوي پړاو ته داخلې شي او پرمختګ به پکې وشي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او دسیاسي چارو کارپوه خالد پښتون وایي د افغان سولې خبرې ډیرې پیچلي حالت کې دي خو زیاتوي د پامپېیو د لیدو کتو څخه داسې ښکاري چې ټرمپ پدې وروستیو کې غواړي د افغان سولې د بریا امتیاز ځان ته کسب کړي ښاغلي پښتون زیاتوي" دوحې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تګ پدې مانا دی چې ټرمپ او اداره یې غواړي چې د طالبانو د سولې امتیاز د ځان په ګټه تمام کړي ، دغه موضوع ډیره مغلقه ده او سیاسي پیچلتیا یې خپله کړي ده، خو په مجموع کې ویلی شو چې د سولې پروسه شاید د جوبایډن د نوي ادارې د پیل وروسته دغه حالت همدا ډول پاتې نشي شاید نوی شکل خپل کړي"

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ په ټویټر لیکلي،که د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه‌ لیک عملي شي په سیمه کې به د سولې او پرمختګ زمینه برابره کړي.

هغه ویلي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې له مثبت پرمختګ او هم د پاکستان له هغې ژمنې هرکلی کوي چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند د تأمین لپاره کار کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ هوکړه‌لیک کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر پر مهال لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌ لیک په اساس د افغانستان او پاکستان حکومتونو ژمنه کړې چې د سولې او امنیت، اقتصادي پراختیا، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او ګډو همکاریو ته به دوام ورکړي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG