لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پامپېیو ولې کابل ته ورغلی و؟


مایک پامپېیو په کابل کې د صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ولیدل
مایک پامپېیو په کابل کې د صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ولیدل

په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ ختمولو او طالبانو سره د امن لوظنامه پرځای ساتلو دپاره د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د افغانستان دوره وکړه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ کابل ته د مایک پامپېو د سفر د وړاندې څخه اعلان نه و شوی.

د اسلام اباد نه د وي او ای د انګریزۍ څانګې خبریالې عایشه تنظیم په خبر رپورټ کې لیکلي چې افغانستان ته د مایک پامپېیو د تګ مقصد د افغان صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي اختلاف هوارول وو.

رپورټ وايي د دواړو افغانانو ترمنځ اختلافات تېره میاشت شوي د امریکې او طالبانو د سولي معاهده د خطر سره مخامخ کوي.

د افغانستان د انتخاباتو کمیشن د تېرکال د سپټمبر په میاشت کې شویو صدارتي انتخاباتو کې اشرف غني بریالی بللی دی او هغه د خپلې چوکۍ سوګند هم پورته کړی دی.

خو عبدالله عبدالله دعوه کوي چې په ووټونو کې په پراخه کچه درغلي شوي، انتخابات هغه ګټلي او د صدارت د سوګند پورته کولو یې ځان له دستوره هم کړې ده.

د امریکې د خارجه وزارت یو چارواکي د وي او ای انګریزۍ څانګې ته ویلي که چېرې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنخ لانجه زر حل نشي نو د طالبانو سره د سولې معاهده د خطر سره مخامخ کېدلی شي.

رپورټ وايي مایک پامپېیو په داسې حال کې هم افغانستان ته ورغلوچې په نړۍ کې د کرونا وایرس د خوریدو مخه نیولو دپاره په سفرونو بندیزونه لګول کیږي او په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد د وړاندې څخه په کابل کې دی چې افغانستان کې موجوده سیاسي مسله حل کړي.

څیړونکي وايي په افغانستان کې د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د اختلافاتو تاریخ ته په کتنه دا ویره ده چې د اختلافاتو په دې فضا کې به امنیتي ادارې وویل شي او یا به هم ټولنه وویشل شيږ

د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل چې امریکا په افغانستان کې یو داسې حکومت غواړي چې اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو دپاره د قبولولو وړ وي.
امریکايي چارواکي وویل په افغانستان کې موجوده سیاسي مسلې له امله د طالبانو په شمول بېن الافغاني مذاکرات ځنډېدلي دي. "پکار ده چې بېن الافغاني مذاکرات څو ورځې وړاندې شروع شوی وی خو د دې جګړې لاسه نه دي شوي."

امریکايي چارواکي وویل افغان فریقین په دې نه دي راضي شوي چې د طالبانو سره په بېن الافغاني مذاکراتو کې به څوک کښېني.

په قطر کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي معاهدې د مخه به د افغانانو یو پلاوی چې پکې به د مختلفو سیاسي طبقو، اقلیتونو او مېرمنو نمایندګان شامل وي، طالبانو سره به د امریکايي ځواکونو د انخلا نه وروسته د افغانستان د اینده په موضوع خبرې کوي.

د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د بین الافغاني مذاکراتو دپاره افغانان لا د داسې خلکو په فهرست نه دي متفق شوي چې امریکایانو او طالبانو ته د منلي وړ وي.

په عین حال کې د افغان حکومت او طالب استازو د سکايپ دلارې په لومړي ځل د قیدیانو د تبادلې په موضوع اتبدايي خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد وویل دواړو فریقېنو په تفصیلي ډول اهمې خبرې وکړې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG