لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار:د فساد په مخنیوي کې له پرمختګ ترڅنگ افغان حکومت له مشکلاتو سره هم مخامخ دی


د سیگار مشر جان ساپکو
د سیگار مشر جان ساپکو

دافغانستان دبیا رغونې پرچارو دامریکا دڅار ادارې ویلي افغان حکومت دفساد مخنیوي له ۷۶ معیارونو څخه ۵۷ یې د ۲۰۱۹ میلادي کال د جون ترمیاشتې پوره کړي دي.

دسیګارپه راپو کې راغلي دهمدې پوره شویو معیارونو له مخې د افغانستان حکومت دفساد پرضد په پیل شوې مبارزه کې پرمختګ کړی دی.

د امریکا د څارادارې د راپور پربنسټ له فساد سره دمبارزې په چارو کې افغان حکومت دفساد ضد ادارې لا هم له یولړجدي ننګونو (مشکلاتو) سره مخامخ دي.

دبیارغونې په چارو دامریکا د څارادارې د راپورله مې په افغانستان کې د فساد پرضد دمبارزې د ځانګړومحکمو د فعالیتونه کمیدل او په فساد کې د شاملو کسانومعافیت دفساد مخنیوي لپاره له جدي ګواښونو څخه ګڼلي دي.

دسیګارراپور ویلي د دې لپاره چې د افغانن حکومت دفساد ضد مبارزې اړوند ادارې دفساد مخنیوي پاتې ۱۹ معیارونه پوره کړي دوامدارو اقداماتو اود منابعوملاتړ ته اړتیا ده.

دفساد په تړاو دسیګار راپور ویلي سره له دې چې افغان حکومت له فساد سره دمبارزې ډيری معیارونه بشپړ کړي دي خو په وینا یې داسې یوضمانت چې پیل شوي اصلاحات به له پیاوړې سیاسي ارادې بغیر دوام وکړي شتون نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG