لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیگار وايي په افغانستان کې د طالبانو حملې زیاتې زیان اړونکي شوې دي


د سیگار مشر جان ساپکو
د سیگار مشر جان ساپکو

د سږ کال په ورستیو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو حملې دوه برابر موثره شوي دي. دا خبره سیگار کړې ده چې په افغانستان کې د بیا رغونې د هلو ځلو د څار امریکايي اداره ده. دارې ویلي افغان امنیتي ځواکونو هم د مخالفینو په ضد ځمکنۍ او هوايي حملې زیاتې کړې دي.

سیگار د امریکې کانگرس ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وړاندې کړی شوي خپل رپورټ کې وویل د ٢٠١٩ په شروع کې د "دښمن" حملې ۴٢ فیصد موثره وي خو د سږ کال د جون د میاشت څخه د اگست د میاشت پورې د حملو د موثره کېدو شرح ۴٩ فیصد ته ورسیده چې له امله یې افغان امنیتي ځواکونو، نړیوالو عسکرو او ملکي خلکو ته زیان رسېدلی دی.

سیگار وویل د جون د میاشت نه د اگست د میاشت پورې وسله والو په مجموعي توگه ٣۴٩٥ حملې وکړې چې شا او خوا نیمايي پکې موثره وي.

سیگار وویل د تېر کال د اوړي د موسم په مقابل کې سږ کال په افغان حکومتي امنیتي ځواکونو د حملې شمېره زیاته وه.

د طالبانو د حملو په اړه سیگار په خپل رپورټ کې په افغانستان کې میشته د نېټو پوځي مشن یا قاطع ماموریت شمېرو ذکر کړې دی او ویلي یې دي د ٢٠١٩ د جون او د اگست د میاشتو ترمنځ ٧١٨٣ حملې شوي چې زیاتره پکې د افغانستان په جنوب، غرب او شمال مشرقي سیمو کې وې.

سیگار وايي د مخالفینو د حملو په ضد افغان امنیتي ځواکونو هم خپل ځمکني او هوايي عملیات زیات کړې دي او د کال ٢٠١٠ نه وروسته سږ کال په لومړي ځل د سپټمبر په میاشت کې د ترټولو زیات بمونه استعمال کړې دي چې شمیره یې ٩۴٨ ده.

سیگار د نېټو د خصوصي عملیات د شمېرو په بنیاد وویل چې په ٢٠١٨ کې د افغانستان خصوصي ځواکونو ٢٣٦٥ عملیات ترسره کړي و خو سږ کال دغه شمېره ٢٥٣١ ته لوړه شوه.

سیگار وویل د افغانستان په جنگ کې د زیاتوالي له امله د ملکي خلکو تلفات هم زیات وو او په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مشن یوناما ویلي چې د ٢٠١٩ په ورستیو میاشتو د ملکي خلکو مرگ ژوبله تر بې سارې کچه زیاته شوې ده.

د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې په اړه د بي بي سي خبري ادارې یوې څېړنې موندلی چې د اگست په میاشت کې هره ورځ په اوسط کچه ٧۴ ښځې، سړي او ماشومان ووژل شو. بي بي سي د دې خبرې وضاحت وکړو چې د دغو جاني زیانونو یوازې پنځمه برخه ملکي خلک وو او باقي نور د توقع نه برعکس د طالباتو زیانونه وو.

د بي بي سي رپورټ د زیانونو دغه کچه "ډرامايي" وبلله چې شرح یې د سپټمبر په میاشت کې ١١٣ ته رسېدلې وه. په اگست کې دغه شمیره ٨١٠ او د جولايي په میاشت کې ٥٣٧ وه.

طالبانو د صدارتي انتخاباتو په مهال هم حملې زیاتې کړې وې له امله یې د وي او ای د انگریزۍ څانگې په خپل رپورټ کې ویلي په انتخاباتو کې د ولس د گډون شرح په تاریخي کچه ټیټه وه.

سیگار په خپل رپورټ کې وویل د ٢٠١٩ د جولايي، اگست او سپټمبر په میاشتو کې د طالبانو د حملو دلاسه د ملکي خلکو د زیان کچه د تېر کال په مقابل کې درې چنده زیاته وه.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG