لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ وايي د طالبانو په ضد یې هوايي بمباري کړې ده


په کندهار کې طالبانو په ضد د امریکايي پوځ د هوايي بمبارۍ خبر په داسې مهال راغلی چې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې وروسته امریکې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وېستلو بهیر شروع کړی دی او د طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ مذاکرات شروع شوي دي
په کندهار کې طالبانو په ضد د امریکايي پوځ د هوايي بمبارۍ خبر په داسې مهال راغلی چې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې وروسته امریکې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وېستلو بهیر شروع کړی دی او د طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ مذاکرات شروع شوي دي

په افغانستان کې مېشته امریکايي پوځ د جمعې په ورځ وویل د افغان امنیتي ځواکونو په دفاع کې یې د طالبانو په ضد یوه شپه وړاندې بمباري کړې ده.

د امریکايي پوځ ترجمان کرنل سوني لېګېټ د ټوېټر دلارې وویل د طالبانو په ضد یې دغه ګام په کندهار ولایت کې اخیستی چې د امریکې او طالبانو ترمنځ شوي لوظنامې سره سم و. هغه وویل مسلح طالبان په داسې مهال په هدف کړی شول چې په ژیړۍ ولسوالۍ کې یې د افغان امنیتي عسکرو په پوسټ حمله کوله.

کرنل لېګېټ د پېښې نور تفصیلات وړاندې نه کړل خو د دې خبرې تردید یې وکړو چې په هوايي بمبارۍ کې ملکي کسان وژل شوي دي.

طالبانو وویل امریکايي بمباري د امریکې او طالبانو د معاهدې خلاف ورزي ده چې پکې د ملکي کسانو یو شمېر کورونو ته نقصان ورسیدو او ۱۰ کسان پکې ووژل شوو.

په کندهار کې افغان مامورینو وویل طالبانو په امنیتي ځواکونو مربوطې حملې کولی چې امریکايي پوځ پرې بمباري وکړه او تر ۳۰ پورې وسله وال یې ووژل.

د طالبانو ترجمان قاري یوسف احمدي وویل د هوايي بمبارۍ په سیمه کې هیڅ قسمه جګړه نه وه. هغه وویل د امریکې او طالبانو د لوظنامې دلاندې په هغه سیمو بمباري نشي کېدلی چې جنګ پکې نه وي. هغه وویل د داسې ډول ګامونو په ځواب کې طالبانو هم فعالیت کولی شي چې د هغه په وېنا ذمه واري به یې په امریکا وي.

په کندهار کې طالبانو په ضد د امریکايي پوځ د هوايي بمبارۍ خبر په داسې مهال راغلی چې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې وروسته امریکې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وېستلو بهیر شروع کړی دی او د طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ مذاکرات شروع شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په موجوده وخت کې په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي عسکر موجود دي او صدر ډانلډ ټرمپ د اینده میاشت پورې دغه تعداد ۲۵۰۰ ته راکموول غواړي.

د امریکې او طالبانو د معاهدې دلاندې به امریکا د ۲۰۲۱ د می د میاشت پورې ټول عسکر د افغانستان نه ستنوي.

امریکې سره د لوظنامه کې طالبانو منلي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ د استعمال دپاره نه پرېږدي.

د امریکې او د طالبانو د معاهدې باوجود په افغانستان کې تشدد نه دی کم شوی او د یوې نظر پوښتنې د امریکې په مشرۍ کې د امن دپاره کېدونکو کوښښونو په اړه د خوشبینه افغانانو شمېر کم لیدل کیږي.

د کابل د انسټېټوټ اف وار اېڼد پیس ادارې ترمخه په د اګست په میاشت کې شوي نظر پوښتنه کې ۸۶ فیصد افغانان د امن په اړه خوشبینه وو خو د سپټمبر اود اکتوبر په میاشتو کې شویو نظر پوښتنو کې د سولې په اړه د خوشبینه افغانانو شرح ۵۷ فیصد ته راکمه شوي وه.

د نظر پوښتنې ترمخه ۷۶ فیصد افغانانو وویل په بین الافغان خبرو کې ډز بندي باید چې تر ټولو لومړۍ ترجیح وي. طالبان تراوسه پورې ډزبندۍ ته نه دي راضي شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG