لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: کرونا وایرس د امریکا او طالبانو امن معاهده د خطر سره مخامخ کولی شي 


د باګرام زيدان نه د اپرېل په ۱۱ نېټه ازاد کړی شوي طالب قیدیان
د باګرام زيدان نه د اپرېل په ۱۱ نېټه ازاد کړی شوي طالب قیدیان

که چیرې د کرونا وایرس له امله د افغان حکومت قیدیان د طالبانو په ولقه کې مړه شول او یا د طالبانو قیدیانو د حکومت په زندان کې ساه ورکړه نو د امریکې او د طالبانو امن معاهده به ماتېدو د خطر سره مخامخ شي. رويټرز خبري ادارې دا خبره د څلورو داسې سرچینو له قوله کړې ده چې وايي په دې معامله معلومات لري.

رپورټ د دوو سرچینو له قوله وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سپرلې د جګړې موسم نژدې شوی دی، د امریکې او د طالبانو معاهده پرځای د ساتلو کوښښونو بیړنی شکل اختیار کړی دی او که چیرې جنګ زیاتېږي نو د کرونا وایرس مخه نیول په مشکل شي.

کرونا وایرس د خپرېدو په نتیجه کې د سفري بندیزونو پرته هم په افغانستان کې امن دپاره د امریکې استازی زلمي خلیلزاد تېره هفته د اسلام اباد او بیا د قطر سفر وکړو. طالبان په دوحه کې سیاسي دفتر لري او د امریکا او د طالبانو امن معاهده هم په قطر کې لاس لیک شوي وه.

د ښاغلي خلیلزاد د سفر نه وړاندې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو هم د مارچ په میاشت کې قطر او کابل ته تللی و.

رويټرز خبري اداره وايي یوې سرچینې ورته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل که چیرې د هرې خوا یو شمېر قیدیان په کرونا وایرس اخته شول او یا په زندان کې د دې مرض د خپرېدو کې مړه شول نو دا به یوه انساني مسله وي او د بېن الافغاني مذاکراتو دپاره به مشکلات پېدا کړي.

رپورټ وايي په داسې مهال چې په دنیا کې کرونا وایرس خپرېدو، پامپېیو او خلیلزاد سفرونه وکړل د واشنګټن تشویش څرګندوي چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د راویستلو د صدر ډانلډ ټرمپ منصوبه د ناکامۍ سره مخامخ کېدلی شي. واشنګټن په داسې حال کې هم د صدر ټرمپ د منصوبې ناکامي نه غواړي چې ډانلډ ټرمپ د سږ کال د نومبر په دریمه نېټه کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د صدارت د نوي دورې امیدوار هم دی.

یو غربي سفارتکار رویټرز ته وویل چې مایک پامپېیو په داسې حالاتو کې سفرونه وکړل واضحه کوي چې ډانلډ ټرمپ په هیڅ صورت کې طالبانو سره د لوظنامې ناکامي نه غواړي.

د امریکې خارجه وزارت یا سټیېټ ډپارټمنټ رویټرز ته د تبصرې دپاره پوښتنو ته ځواب نه دی وېلی.

د فېبرورۍ په ۲۹ دستخط شوي معاهدې دلاندې به امرېکا د افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي، افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ قیدیان ازادوي، طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ قیدیان ازادوي او د دې وروسته به بین الافغاني مذاکرات کولی شي چې پکې به د افغان حکومت او د طالبانو استازي هم ناست وي.

د طالبانو غوښتنه وه چې د دوی ټول قیدیان دې په یو وخت ازاد کړی شي خو افغان صدر اشرف غني د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې او د ۱۵۰۰ طالب قیدیانو څخه یې تر اوسه په مرحله وار انداز کې ۴۰ قیدیان ازاد کړي دي.

په عین حال کې رویټرز وايي په افغانستان کې د کرونا وایرس مخ په خپرېدو دی او د افغان صدر اشرف غني په عمله کې هم ۲۰ کسان وهلي دي.

رپورټ د مغربي سفارتکار او د دوو کارپوهانو له قوله وايي کورنا وایرس له امله د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د قیدیانو تبادله په منفي ډول متاثره کېدلی شي او که چیرې داسې کېږي نو د فریقینو ترمنځ به تاوتریخوالی زیات شي.

د تشدد مخه نیول او د قیدیانو د ازادولو بهیر کې چټکتیه کول دوه هغه اهم ټکي وو چې زلمي خلیلزاد پرې په دوحه کې د طالبانو سره خبرې وکړي. ده خبره یو پخواني افغان چارواکي رویټرز ته وکړه.

دغه افغان چارواکي وویل خلیلزاد تشویش څرګند کړو چې که چیرې کرونا وایرس زندانونو ته ورسیدو نو د امریکې د امن کوښښونه به کمزوري شي.

د امریکې حکومت نه بهر یو کارپوهه رویټرز ته وویل چې یو شمېر ملکونو د کرونا وایرس له امله قیدیان ازاد کړي او د افغان صدر اشرف غني دپاره هم دا یوه لاره کېدلی شي چې ووايي د طالبانو په غوښتنه نه بلکې د انساني خواخوږې په بنیاد طالب قیدیان ازادوي.

مغربي سفارتکار وویل خلیلزاد او پامپېیو تشویش لري چې طالبان به په روایتي توګه موسم د تودېدو سره جګړه زیاته کړي او بیا به د کرونا وایرس مخه نیول مشکل شي. خو سفارتکار وویل قطر د اپرېل په ۱۳ نېټه د خلیلزاد د سفر مقصد هم دغه وو چې طالبان د جګړې زیاتولو نه منع کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG