لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي پاروونکي بیانونه افغانان د امریکې په ارادو شکمن کوي


د پېنټګان د رپورټ ترمخه طالبانو د خپلو ژمنو سره سم چلن نه دی کړی او د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو نه يې ځان نه دی بېل کړی
د پېنټګان د رپورټ ترمخه طالبانو د خپلو ژمنو سره سم چلن نه دی کړی او د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو نه يې ځان نه دی بېل کړی

د امریکې د دفاع وزارت د دې رپورټ په ځواب کې چې طالبانو د لوظ سره سم القاعده ډلې سره خپلې اړېکې نه دې ختمې کړي د طالبانو ترجمان وویل دوی مضبوط دي او د نورو وسله والو ډلو حمایت ته اړتیا نلري.

د طالبانو ترجمان ‌ذبیح الله مجاهد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مطبوعاتو ته خپور شوي بیان کې د پېنټګان د رپورټ په اړه وویل داسې راپاروونکي رپورټونه افغانان د امن دپاره د امریکې په ارادو شکمن کوي.

د امريکا د دفاع وزارت سرڅارونکي په خپل تازه رپورټ کې ويلي د امريکې سره د معاهدې باوجود طالبانو د القاعده سره نه يوازې نزدې اړيکي په ځای ساتلي بلکې په افغان امنيتي ځواکونو او حکومتي خلکو يې شريکې حملې هم کړې دي.

د ليډ انسپکټر جنرل يا سرڅارونکي په درې مياشتني رپورټ چې د اپريل نه تر جون پورې موده يې څارلې د امريکا کانګرس ته ويلي د سږ کال د فېبرورۍ په 29 طالبانو سره د لوظنامې سره سم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر 8600 جنګي ځواک ته راکم کړی.

د لوظنامې تر مخه امريکا به د کال 2021م د اپريل پورې خپل ټول ځواکونه د افغانستان نه اوباسي خو په دې شرط چې طالبان به ترهګرو ته د افغانستان خاوره د امريکا او د امريکا د اتحاديانو خلاف استعمال ته نه ورکوي او د افغان حکومت سره به د سولې خبرو اترو ته کښېني.

د پېنټګان د رپورټ ترمخه طالبانو د خپلو ژمنو سره سم چلن نه دی کړی او د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو نه يې ځان نه دی بېل کړی.

خو د طالبانو ترجمان وویل دوی دغه رپورټونه په کلکه ردوي. ترجمان وویل دا ډول کمپېن د خاص مقاصدو او د بدنېتۍ په هدف خپرول کېږي.

د طالبانو په بیان کې وویل شوو چې امریکايي مامورین او سیاست وال دې د داسې ډول بې بنیاده الزاماتو دلارې د امریکې په پوځي نظام کې موجود د هغو حلقو په دام کې نه لوېږي چې جنګ ته دوام ورکول غواړي.

طالب ترجمان وویل طالب د امریکې سره شوي لوظنامې پابندي کوي د معاهدې خپل شرایط یې عملي کړي دي.

د پېنټګان د رپورټ تر مخه طالبانو په امريکايي او اتحادي ځواکونو حملې ودرولي خو په افغان ځواکونو او حکومتي خلکو يې بريدونه سېوا کړي دي.

د امريکا د دفاع د وزارت د بيان سره سره د ملګرو ملتونو رپورټونه هم وايي چې طالبان اوس هم د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو سره اړیکي لري.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG