لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د دفاع وزیر وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو امر یې نه دی کړی


صدر ټرمپ تېره میاشت د امریکې د شکرانې ورځ یا تېنکس گونگ په مناسبت په افغانستان کې د صدر اشرف غني او امریکايي عسکرو سره ولیدل
صدر ټرمپ تېره میاشت د امریکې د شکرانې ورځ یا تېنکس گونگ په مناسبت په افغانستان کې د صدر اشرف غني او امریکايي عسکرو سره ولیدل

د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر ويلي داسې کوم امر یې نه دی کړی چې په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو شمېره کمه کړی شي خو هغه ویلي دا خبره به خوښوي چې امریکايي ځواکونه دې په نورو سیمو کې د نورو هدفونو ترسره کولو دپاره منتقل کړی شي.

مارک اېسپر د گل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه حتمي فیصله به صدر ډانلډ ټرمپ کوي.

د مارک اېسپر د خبرو نه وړاندې په افغانستان کې مامورینو وي او ای ته د دې خبرې تصدیق کړی چې و چې امریکا اراده لري چې د افغانستان څخه د زرگونو په شمېره کې عسکر وباسي او دغه گام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتفاق په ترڅ کې اخیستل کېږي.

تېره هفته امریکايي مطبوعاتو دا خبر ورکړو چې د صدر ډانلډ ټرمپ اراده لري چې دا هفته د افغانستان څخه د خوا او شا ۴٠٠٠ امریکايي عسکرو د ویستلو اعلان وکړي

د امریکې د کانگرس غړي سنېټر لنډسی گراهم د گل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان د سفر په مهال په کابل کې خبریالانو ته وویل چې صدر ټرمپ اراده لري چې په افغانستان د امریکايي عسکرو شمیره کمه کړي. سنېټر لنډسی گراهم وویل امکان دې چې صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر په اړه اعلان دا هفته وکړي. امریکايي سنېټر وویل صدر ټرمپ به افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر ٨٦٠٠ ته راکمه کړی. په موجوده وخت کې خوا او شا ١٢٠٠٠ امریکايي عسکر په افغانستان کې پرځای دي.

د افغان صدر اشرف غني نایب ترجمان دوا خان مینه پال وي او ای ته وویل د افغانستان څخه د ۴٠٠٠ امریکايي عسکرو انخلا طالبانو سره د سولې د خبرو سره څه تړون نلري. "په دې (د امریکايي عسکرو په کمېدو) د افغانستان او د امریکي حکومتونو ترمنځ وړاندې اصولي اتفاق شوی دی"

ښاغلي مینه پال وویل د امریکايي عسکرو په شمېره کې به په ورو ورو کموالی کولی شي. هغه نور جزیات شریک نکړل

د وي او ای د انگریزۍ څانگې د گل، دوشنبې، د ورځ د رپورټ ترمخه، په کابل کې سرچینو وي او ای ته وویل امید دی چې ممکنه ده په اینده دریو میاشتو کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د انخلا بهیر شروع شي خو دا به "ځمکني حقیقتونو" ته هم اړتیا لري.

د امریکايی پوځ یو ترجمان وي او ای ته په لیکل شوي بیان کې وویل د افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ویستلو نېټې په اړه لا ځکه څه نشي وېلی چې دوی د ځواکونو په شمیره کې د کمي کولو امر لا نه دی ترلاسه کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG