لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټگان وايي امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر په کمولو غور کوي


د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر او جنرل مایلي په کانگرس کې د اورونې په مهال
د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر او جنرل مایلي په کانگرس کې د اورونې په مهال

د امریکې د گډو ځواکونو کمېټۍ مشر جنرل مارک مایلي ویلي د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د کمولو او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو هدف دهگرۍ ضد عملاتو ته د محدود کولو په اړه غور شروع کړی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانگرس د اورونې په مهال جنرل مایلي دا وه نه وېل چې امریکا به په افغانستان کې په څومره شمیره کې عسکر پرځای ساتی خو هغه وویل امکان دی چې دغه شمیره به ډیر لږه وي او د ځواکونو امکانی هدف به د ترهگرو خلاف عملیاتو پورې محدود وي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، جنرل مایلي وویل "مونږ ډیرې لارې لرو او دغه پکې یوه ده" چې په افغانستان کې په لږه شمیره کې امریکايي عسکر پرځای وساتل شي.

په افغانستان کې دا وخت خوا او شا ١٣٠٠٠ امریکايي عسکر پرځای دي چې پکې ٥٠٠٠ عسکر د ترهگرو خلاف عملیات کوي او باقې پاتې د نېټو مشن دلاندې د افغان امنیتي ځواکونو تربیه او مشاورت کوي.

د کانگرس د ایوان نمایندگان د پوځي چارو کمېټۍ په بحث کې د جنرل مایلي او د دفاع وزیر مارک اېسپر نه د کانگرس غړو بیا بیا پوښتنې وکړې او ویې غوښتل چې په دې اړه دې اورونه وشي چې ایا پېنټگان د افغان جنگ په اړه بې بنیاده معلومات وړاندې کړې دي.

د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې دا هفته په خپل یو رپورټ کې وویل د امریکې حکومتي او پوځي مامورینو د افغانستان په جنگ کې د گټې دعوې کوي د دې باوجود چې جنگ کې یې گټه نه لیدل کېدله.

د افغان دفاع وزارت نایب ویاند زبیرعارف له وي او ای ډیوې سره د واشنگټن پوسټ د رپورټ په اړه وویل د طالبانو د واک نسکورېدو راهسې د افغانستان امنیتي ادارو ډیر پرمختگ کړی دی. "په پیل کې مونږ هیڅ سیکورټي نه درلوده پوځ، پولیس مونه درلودل هرڅه له منځه تللي و."

ښاغلي عارف زیاته کړه د نړیوالې ټولنې په مرسته، افغان امنیتي ځواکونه په خپل پښو ودرېدلي او په لویه شمېره کې سیمې یې د طالبانو نه نیولې دي. "اما نن مونږ دنړیوالې ټولنې په همکارۍ طاقتور ځواک لرو چې تعداد یې هم له ۵ لکو نه زیات دی او دجګړې په ډګر کې مو دښمن ته ماتې ورکړې ده ،ګن شمیر ولسوالیو مو بیرته ونیولې، دولسمشرۍ انتخابات دافغان امنیتي ځواکونو په ډاډمنه او خوندي چاپیریال کې ترسره شول اوله هغې نړیوالې ټولنې هم ستاینه وکړه نو داهغه لاسته راوړنې دي چې افغان امنیتي ځواکونه یې لري."

د کانگرس د ایوان نمایندگان د پوځي چارو کمېټۍ غړي د ډیموکرېټک پارټۍ رو کهنا وویل کمېټي دې د واشنگټن پوسټ د څرگندونو په اړه اورونه وکړي.

د کمېټۍ مشر اېډم سمت هم وویل په دې اړه اورونه یا بحث به مناسب وي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ ملېر د شورو، چهارشنبې، په ورځ د تړل شویو دروازو په شا د کانگرس غړو ته معلومات ورکوونکی و خو ای پي په خپل رپورټ کې دا نه دي ویلي چې جنرل مېلر څه وویل.

د ورجینیا ریاست نه د ډیمورېټک پارټۍ سنېټر ټېم کېن ای پي ته وویل د هغه دپاره د واشنگټن پوسټ د څرگندونو نه زیاته ضروري خبره د طالبانو سره د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت مذاکرات دي. سېنټر ټېم کېن وویل هغه تشویش لري داسې نه وي چې طالبان د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو انتظار وباسي او بیا په افغانستان کې په "هرڅه ورتېر شي."

درې میاشتې وړاندې په ناڅاپي ډول د ځنډولو وروسته، امریکې د طالبانو سره تېره هفته د خبرو بهیر بیا پېل کړو.

د جنرل مایلي ترڅنگ د دفاع وزیر مارک اېسپر هم د کانگرس په بحث کې خبرې وکړې او ویې وېل که څه هم طالبانو سره خبرې کېږي خو امریکايي پوځ به خپله توجه د ترهگرۍ خلاف عملیاتو نه نلري کوي. "مونږ په افغانستان د ترهگرۍ ضد اهم مشن لروو... د دې مطلب دا دی چې مونږ به دا یقیني کوو چې افغانستان هیڅ کله بیا د ترهگرو پناه ځای جور نشي او په امریکا گزار وکړي."

مارک ااېسپر وویل په افغانستان کې د امریکايي پوځ کمانډرانو هغه او جنرل مایلي ته باور ورکړی چې که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیره کمه هم کړی شي خو دوی بیا هم د ترهگرۍ خلاف مشن پوره کولی شي. "زه د خپلو عسکرو مودگۍ په کمولو کې دلچسپي لرم."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG