لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي نه غواړي چې افغانستان دې د ترهگرۍ تجربه گاه وي


او د کابل د حملې وروسته، افغان صدر اشرف غني د گل، دوشنبې، په ورځ هیواد د استقلال ورځ نمانځلو دستورې وویل د ترهگرۍ ځالې او رېښې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه دي. افغان صدر د پاکستان نوم وانخیستل
او د کابل د حملې وروسته، افغان صدر اشرف غني د گل، دوشنبې، په ورځ هیواد د استقلال ورځ نمانځلو دستورې وویل د ترهگرۍ ځالې او رېښې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه دي. افغان صدر د پاکستان نوم وانخیستل

په کابل کې د داعش د خونړۍ حملې وروسته، د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي نه غواړي چې افغانستان دې د ترهگرۍ "لېبارټري" یا تجربه گاه پاتې وي.

او د کابل د حملې وروسته، افغان صدر اشرف غني د گل، دوشنبې، په ورځ هیواد د استقلال ورځ نمانځلو دستورې وویل د ترهگرۍ ځالې او رېښې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه دي. افغان صدر د پاکستان نوم وانخیستلو.

داعش د خالي، شنبې، په ورځ په کابل کې د واده په غونډه د حملې ذمه واري منلې ده. په برید کې ٦٣ کسان وژل شوي او ١٧٢ نور زخمیان شوې دي.

داعش ډلې پخپل یو اړوند ویب سایټ کې لیکلي چې دا برید، د هغې ډلې یو پاکستاني جنگیالي د "شیعه گانو پر یوې غونډې" ترسره کړی دی. د رپوټونو ترمخه، داعش ډلې د برید کوونکي نوم، "محمد عاصم الباکستاني" ښودلی دی.

صدر ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل نه غواړي چې افغانستان د ترهگرۍ میدان پاتې شي. د طالبانو سره د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد مذاکراتو په اړه صدر ټرمپ وویل دغه خبرې په ښه ډول دوام لري. زلمي خلیلزاد او د امریکې د قامي سلامتیه نورو مامورینو د جمعې په ورځ صدر ټرمپ ته د طالبانو سره د خبرو په اړه ورستی حال ورکړو.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټوېټر په کابل کې په واده د حملې غندنه کړې او یې "وحشیانه" عمل بللی دی.

افغان صدر اشرف غني د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د نوم اخستو پرته ويلي د افغانستان د جګړې ريښې او ځالې د ډېورنډ د کرښې پورې غاړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت د ازادۍ څلې ته د ګلو ګیډۍ ایښودو ځانګړو مراسمو ته په وېنا کې دغه خبره کړې ده.

په عین حال کې د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د گل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار کې ١٠ چاودنې وشوې چې ځېنې کسان یې معمولي زخمي کړل. او د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د طالبانو په راکټ حمله کې شپږ کسان زخمیان شول.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د ملگرو ملتونو د شمېرو په اساسي وايي په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ٣٢٠٠٠ نه زیات ملکي کسان وژل شوې دي او د نورو کلونو په مقابل کې تیر کال تر ټولو زیات ملکي کسان ووژل شو چې شمېره یې ٩٢٧ وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG