د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په افغانستان کې د امن په غرض طالبانو سره د مذاکراتو حمایت کوي او غواړي چې د افغانستان څخه امریکايي ځواکونه ستانه کړي خو طالبانو ویلي د خبرو پرځای عملي گامونه په افغانستان کې د امن په پرځای کېدلو کې مرسته کولی شي.
د امریکې کانگرس ته د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن خپل کلیز تقریر کې صدر ټرمپ وویل هغه خواهش مند دی چې په افغانستان کې د امریکې د تاریخ ترټولو اوږد جنگ ختم کړي او امریکايي ځواکونه هېواد ته بیرته راولي.
صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې وېل امریکايي عسکرو په جنگ ځپلي هېواد کې ډیرې لاس ته راوړنې کړي دي او د طالبانو سره د امریکې مذاکراتو ته په اشاره یې زیاته کړه چې دا وخت د "امن خبرې دوام لري."
صدر ټرمپ وویل غواړي چې په افغانستان کې جنگ ختم شي او امریکايي ځواکونو هېواد ته ستانه شي. "زه په افغانستان کې د زرگونو خلکو وژنه نه لیدل غواړم چې زیاتره بې گناه دي. دا زمونږ کار نه دی چې د نورو قامونو دپاره د قانون ساتونکي ادارې په توگه خدمات ترسره کړوو."
کله چې وي او ای د صدر ټرمپ په تقریر د طالبانو د دریځ په اړه وپوښتل نو د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل طالبان غواړي چې امریکا دې په افغانستان خپله "قبضه" ختمه کړي او افغانانو ته د خپل اینده د ټاکنې موقع ورکړی شي. "خو ضروري دا ده چې (عملي) گامونه دې د بیانونو او لوظونونه" نه زیات واضحه وي.
د تېر یو کال نه د زیات وخت راهسې امریکې د طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ شروع کړې ده خو دواړو فریقېنو پکې د پرمختگ او لوظنامې ته د نژدې کېدو خبرې هم کړې دي.
که چېرې امریکا او طالبان د امن معاهده لاس لیک کړي امریکا به په مرحله واره توگه د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او طالبان په ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي. د معاهدې د لاندې به طالبان د افغان حکومت سره هم مذاکراتو ته کښېني.
خو امریکا غواړي چې د لوظنامې نه وړاندې دې طالبان ډز بندي وکړي. طالبان وايي دوی یوازې د یوې هفتې پورې په تشدد کې کمی کولی شي.
خو د امریکې او د طالبانو خبرې په نژدیو ورځو کې د خنډانو سره مخامخ شوي دي او دواړه فریقېن په یو بل په خبرو کې د ځنډ اچولو الزامات لگوي.
ملگري ملتونه وايي د کال ٢٠٠٩ راهسې د افغانستان په جنگ کې د ١٠٠٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوي یا ژوبل شوي دي چې زیاتره پکې ملکي کسان دي.
په افغان جنگ د امریکې ٢۴٠٠ نه زیات عسکر وژل شوي. امریکا دا وخت په افغانستان کې ١٣٠٠٠ عسکر لري.