لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن پوسټ: امریکايي مامورینو په افغانستان کې د جنگ په اړه غلط معلومات وړاندې کول


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او افغان صدر اشرف غني
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او افغان صدر اشرف غني

د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په خپل تازه رپورټ کې ویلي د امریکې د حکومت دستاوېزات ښايي امریکايي مامورینو په افغانستان کې د جنگ په اړه غلط معلومات وړاندې کول، د جنگ په اړه به یې د خوشبېنۍ خبرې کولی او دا حقیقت به یې پټ ساتلو چې په افغانستان کې جنگ د گټلو نه دی.

پوسټ وايي حکومتي دستاوېزات ښايي چې ۴٠٠ امریکايي پوځي مامورینو او حکومتي چارواکو په مرکو کې په ازاده توگه په افغانستان کې د جنگ په اړه خپل نظرونه څرگند کړي چې څه غلطۍ شوي او امریکا په څه ډول د خوا او شا د دوو لسیزو په جنگ کې ځان ښکیل کړو.

د واشنگټن څخه خپرېدونکي ورځپاڼه په خپل رپورټ کې وايي امریکايي مامورینو د افغان جنگ په اړه خپل خیالات په داسې حال کې شریکول چې گنې د دوی خبرې به په عامه کچه مخې ته نه راځي او دا خبره تسلیموي چې د افغان جنگ دپاره د امریکې تگلاره غلطه وه او دا چې په افغانستان کې د ثبات او جمهوریت پرځای کولو په لړ کې امریکې د سلگونو اربونو ډالرې ضائع کړې دي.

واشنگټن پوسټ دا هم وايي خپل مرکو کې امریکايي مامورینو دا خبره هم منلې چې په افغانستان کې د اداري فسار په کموولو، افغان پوځ په جوړولو او په هېواد کې د افېمو د تجارت په کموولو کې امریکا د ناکامۍ سره مخامخ شوې ده.

که څه هم موجوده صدر ډانلډ ټرمپ او پخواني صدرانو جارج بش او براک اوباما ویلي وو چې دوی به په افغانستان کې د "نېشن بلډنگ" یا د هیواد په جوړولو کې امریکا نه ښکېلوي. خو واشنگټن پوسټ وايي په افغانستان کې د جنگ د شروع کېدو راهسې هغه امریکايي مامورین چې د تگلارې مشري یې کوله د اهدافو او د دغو هدفونو د ترلاسه کولو په تگلاره واضحه نه وو.

د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان د واشنگټن پوسټ په رپورټ لا څه تبصره نه ده کړې. ورځپاڼې ویلي په تېرو دریو کلونو راهسې یې د افغان جنگ په اړه د حکومتي دستاوېزاتو د ترلاسه کولو کوښښونه یې کول چې بالاخر حکومت د معلوماتو ته د رسايي قانون لاندې واشنگټن پوسټ ته ورکړل. ورځپاڼه وايی دا دستاوېزات د ولس دپاره ډیر اهمیت لري.

د وي او ای انگریزۍ څانگه په خپل رپورټ کې وايي په امریکا کې د کال ٢٠٠١ حملو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د واک د نسکورېدو وروسته جنگ کې ١٥٠٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوي چې پکې ملکي کسان او خارجي او ځايي عسکر شامل دي.

په افغان جنگ کې د ٢۴٠٠ نه زیات امریکايي عسکر وژل شوي او امریکې په افغانستان کې یو کهرب ډالر مصر کړې دي.

د واشنگټن پوسټ رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې درې میاشتې په ناڅاپي ډول د طالبانو سره د خبرو ختمولو وروسته، د امریکې او طالبانو تېره هفته په قطر کې د مذاکراتو بهېر بیا شروع کړو چې په افغانستان کې د امن لارې چارې ولټول شي.



بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG