لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي د هند د حکومت یو چارواکي د قتل سازش تیار کړی و


د سکس فار جسټس نومې تنظیم وکیل ګرپتونت سېنګ پنو د امریکې او د کېنېډې غبرګ شهریت لري، دا څرګندونه یې کرې چې مخکې هم په هدف کړی شوی و، او خبریالانو ته یې ویلي د هندوستان په حکومت د تنقید او د خالصتان ریاست غوښتلو په سر د هندوستان د وزیراعظم نرندره مودي حکومت هغه وژل غواړي
د سکس فار جسټس نومې تنظیم وکیل ګرپتونت سېنګ پنو د امریکې او د کېنېډې غبرګ شهریت لري، دا څرګندونه یې کرې چې مخکې هم په هدف کړی شوی و، او خبریالانو ته یې ویلي د هندوستان په حکومت د تنقید او د خالصتان ریاست غوښتلو په سر د هندوستان د وزیراعظم نرندره مودي حکومت هغه وژل غواړي

د امریکې د وفاقي حکومت وکیلانو په هغه تن چې دعوه کوي چې د هندوستان د استخباراتي ادارې افسر دی د یو امریکايي شهري او د سېک بېلتون غوښتونکو تنظیم مشر دی د قتل د ناکامه سازش تیارولو الزام لګولی دی.

هغه دستاوېزات چې د امریکې د انصاف وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ ښکار کړې دي، په کې د هندي افسر نوم نه دی اخیستل شوی خو د نورو کسانو سره یې په نوي دلي کې په یو حکومتي دفتر کې کار کړی او نکهل ګپتا نومې هندي تن سره یې د قتل دپاره انتظام برابر کړی و.

د امریکې د وفاقي حکومت وکیلان وايي هندي چارواکی د ګپتا سره په رابطه کې و او هغه ته یې 15000 ډالر پېشګي لېږلې وې. هغه سره د سیاسي فعال د قتل دپاره د 100000 ډالرو لوظ شوی و.

52 کلن ګپتا د چېک ريپبلېک نه امریکې ته د منتقل کېدو په انتظار دی او په هغه الزام دی چې د قتل دپاره یې اجرتي ته د پېسو ورکړې وې، د سازش او په امریکا کې د سازش په لړ کې په رېکېټ ټیرېنګ کې ککړ و.

د سکس فار جسټس نومې تنظیم وکیل ګرپتونت سېنګ پنو د امریکې او د کېنېډې غبرګ شهریت لري، دا څرګندونه یې کرې چې مخکې هم په هدف کړی شوی و، او خبریالانو ته یې ویلي د هندوستان په حکومت د تنقید او د خالصتان ریاست غوښتلو په سر د هندوستان د وزیراعظم نرندره مودي حکومت هغه وژل غواړي.

د امریکې د حکومت وکیل ډېمین وېلیم په یو بیان کې وویل چې مدافع تن د هندوستان نه سازش کولو چې په نیویارک کې هغه هندي نژاد امریکايي شهري ووژني چې د سیکانو دپاره د خودمختاره ریاست وکالت کوي. "مونږ به داسې کوښښونه نه زغمو چې امریکايي شهریان د امریکې په خاوره ووژل شي."

د امریکې قانون نافذ کوون د قتل سازش نه ناکامه کړو. د شورو، چهارشنبې، په ورځ څرګند کړی شوي فرد جرم ترمخه ګپتا د یو تن سره رابطه وکړه چې د هغه په فکر یو مجرمانه تن دی خو په حقیقت کې هغه د نشۍ توکو د مخنیوي امریکايي ادارې ډرګ اېنفورسمنټ اېجنسۍ مخبر و.

د سېک مشر د وژنې په غرض ګپتا دغه تن نه د اجرتي قاتل په موندلو کې مرسته وغوښتله. دغه تن بیا ګپتا د یو بل تن سره معارفي کړو چې ځان یې د اجرتي په توګه معارفي کولو خو په حقیقت کې د قانون نافذ کوونکي ادارې خفیه چارواکی و.

د ډي ايی ای مشرې اېن مېلګرام د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل کله چې یو غېر ملکي حکومت په جار د نشۍ توکو سمګلر ته د امریکايي شهري د وژنې دپاره پېسې ورکوي د هغې اداره به د دې سازش مخه نیسي.

وېل کېږي چې ګپتا هم په دغه ورځ اجرتي ته په نیویارک کې د پنو د وژلو امر وکړو په کومه ورځ چې د سږ کال د جون په میاشت کې په کېنېډا کې بل سېک بېلتون غوښتونکی هردیپ سېنګ نیجار وژل شوی و.

د کېنېډ وزیراعظم جسټن ټروډو د هندوستان په حکومت د نیجار په وژنه کې د ککړتیا الزام لګولی و. هند د ټروډو خبره رد کړې وه.

ګپتا ته په مبینه توګه وېل شوي که چېرې پنو په سمدستي توګه نه شي وژل کېدی نو بیا دې د جون په 22 په وایټ هاوس کې د صدر جوبایډن سره ملاقات د مودي د ملاقات انتظار وکړي او بیا دې خپل اقدام وکړي.

د واشنګټن پوسټ اخبار ترمخه د بایډن حکومت قتل د سازش نه د جولای په میاشت کې خبر و او دا مسله یې د هندي حکومت د چارواکو سره پورته کړه.

د واشنګټن پوسټ ترمخه د اګست په میاشت کې د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون په یو دریم ملک کې دا مسله د خپل هندي هم منصب اجیت دوال سره په ملاقات کې راوچته کړه.

هم دغه پېغام د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي مشر ویلیم برنز په نوي دلي کې د هند استخباراتي ادارې را د مشر روي سنها ته ورکړو.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په نوي دلي کې د ستمبر په میاشت کې د جي ټونټي ملکونو د سرمشرانو د غونډې په موقع بایډن هم دغه مسله د مودي سره راپورته کړه.

د نیویارک د سازش خبر په فاینېنشل ټایمز کې د شایع کېدو نه پس د امریکې د نشنل سېکيورټي کاونسل ترجمانې اېډرېین واټسن تېره هفته وویل کله چې هندي چارواکو ته سازش په اړه معلومات ورکړی شول نو حېرانتیا او تشویش یې څرګند کړو او ویې وېل چې داسې دول فعالیت د دوی تګلاره نه ده.

د امریکايي الزاماتو د تحقیقات دپاره د هندوستان حکومت په لوړه کچه تحقیقات شروع کړي دي.

د هندوستان د خارجه چارو وزارت ترجمان اریدم بغچي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د امریکې حکومت د هندوستان سره څه معلومات شریک کړي دي او هند دا قسمه خبره ډیره سنجیده ګڼي ځکه چې د دې تعلق د قومي سلامتیا د مفاداتو سره دی او متعلقه محکمو د وړاندې نه دې مسلې ته کتنه شروع کړې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG