د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري دعوه کړې ده چې د پاکستان لاهور ښارنه تښتول شوی امریکائي د القاعده به ولکه کښې دی.
په امریکا کښې میشته د تندلارو په ویب پاڼو نظر ساتونکې اداره سائټ وائي ایمن الظواهري دغه دعوه په انټرنیټ خپل ویډیو پیغام کښې کړې ده. ایمن الظواهري د لقاعده او د طالبانو د نیول شوو یو شمیر قیدیانو د آزادولو غوښتنه هم کړې ده.
الظواهري وائي القاعده وارن وائنسټائن ځکه تښتولی دی چې هاغه پاکستان ته د امریکې امداد ورکولو په چاروکښې تر مرۍ پورې ککړ دی او څه رنگ چې امریکا د القاعده او طالبانو سره د تعلق په معمولي شک هر څوک نیسي هم دغه رنگ وارن وائنسټائن هم نیول شوی دی.
د امریکې خبرې ادارې ایسوسې ایټډ پریس د رپورټ ترمخه د ایمن الظواهري د دعوې نه وړاندې پورې د وائنسټائن د تښتول کیدو قزيه سړه شوی وه. ای پي وائي د القاعده منگلو ته د رسیدو وړاندې به وائنسټائن د یوشمیر ترهگرو او د مجرمانو ډلو د لاسونو نه تیر شوی وي.
وسله والو حمله کونکو اویه کلن وائنسټائن د اگست د میاشت په دیارلسمه نیټه د پاکستان په لاهور ښار کښې د هغه د کور نه تښتولی دی.
وارن وائنسټائن د جی ايي اسټن نومي کمپنۍ دپاره کار کولو چې پاکستان کي يي د پرمختیا په یو شمیر منصوبو کار کولو. د کمپنۍ مشر د هغه د ازادولو د پاره غږ پورته کړی دی.او وئیلې يي دي د هغه کورنۍ او ملگري د وائنسټائن د صحت په حقله فکر مند دي.
د سږ کال د مۍ د میاشت په دویمه نیټه د پاکستان په ایبټ آباد ښار کښې د امریکائي ځواکونو په کاروائي په نتیجه کښې د اوسامه بن لادن د وژل کیدو ورستو ایمن الظواهري د القاعده د مشرۍ واگې په لاسو کښې اخستي. څیړونکې وائي تندروه نظریاتو او د تشدد په استعمال کښې ایمن الظواهري د خپل پیش رو نه زیات سخت دریزه دی.