امریکايي مامورین وايي که څه هم د القاعده بنیادي تنظیم د زوال په حال کې دی خو اوس هم یو خطر دی او د وي او ای رپورټ وايي مامورین د استخباراتي ادارو دا اندازه ردوي چې ګنې الاقاعده اوس هم په افغانستان کې نه یوازې ژورې ځالې لري بلکې ممکنه ده چې نوره هم قوي کېږي.
د وي او ای رپورټ وايي د میاشتو راهسې د القاعده د وضېعت په اړه د امریکې او اتحادیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی ځکه چې د ترهګرۍ ځینې چارواکي ګڼي چې واشنګټن د القاعده خطر زیات ګڼي.
د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د ترهګرۍ ضد مسول وویل د امریکې د کوښښونو په نتیجه کې القاعده ته ډیر زیات زیان رسول شوی دی.
په سټېټ ډپارټمنټ کې د ترهګرۍ په اړه رابطه سفیر کار نېتن سېلز ګلوبل سکیورټي فورم ته په یوه ریکارډ شوي مرکه کې وویل په دې کې هیڅ شک نشته چې القاعده د ماتي په حال کې ده. "په تېرو ۲۰ کلونو کې مونږ د القاعده مشران ختم کړي دي چې د القاعده بنیادي رهبرانو یوازې باقیات پاتې دي."
د ښاغلي سېلز نه وړاندې د امریکې د قامي سلامتیه مشیر رابرټ او براین هم وویل چې د امریکايي فشار له امله القاعده اوس د لویو او پېچیده حملو د صلاحیت نه محرومه کړی شوي ده.
او براین زیاته کړه امریکا به خپل فشار نور هم زیاتوي.
د وي او ای رپورټ کې وايي دا پوښتنه پاتی ده چې په وروستي وخت کې د القاعده مشرانو ته څومره لویه ضربه ورکړی شوي ده؟
د وي او ای رپورټ وايي نه نېتن سېلز او نه هم اوبراین د دې ګنګوسو په اړه څه وویل چې ممکنه ده د القاعده مشر اېمن الظواهري د ناروغۍ دلاسه مړه شوی.
د وي او ای رپورټ وايي دواړو مامورینو په دې اړه هم څه نه دي ویلي چې د الظواهري جانشین ابو محمد المصري په مبینه توګه په اسرایلي عملیاتو کې د اګست په میاشت کې په تهران کې وژل شوی دی. دغه خبرې لومړی د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپورټ کړی و.
تېتن سېلز وویل که هر څوک د القاعده مشري په لاس کې لري اثر یې ختم شوی دی. هغه زیاته کړه چې په القاعده کې واک اختیار د بنیادي مشرانو نه زېلي څانګو او اتحادي تنظیمونو نه منقتل شوی دی چې د حملو منصوبه سازي کوي او د خپلو اهدافو ټاکنه کوي.
د وي او ای رپورټ وايي نړیوال مامورین او د افغانستان خپل امنیتي چارواکي وايي استخباراتي معلومات ښايي چې القاعده نه یوازې اوس هم شتون لري بلکې نوره هم مظبوظیږي.
د ترهګرۍ ضد نړیوال مامورین ویره څرګندوي چې په داسې حال کې چې وایټ هاوس د افغانستان څخه خپل عسکر راویستل غواړي د القاعده خطر او اثر یې د پامه غورځولی دی.
په داعش، القاعده او طالبانو نظر ساتونکي د ملګرو ملتونو د ډلې رابطه کار اېډمنډ فېټن براون تېره میاشت یو وېبېنار ته وویل د القاعده مشران او د سلګونو په شمېره کې وسله وال يې په افغانستان کې موجود دي.
د غړو ملکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس جوړ د ملګرو ملتونو ورستي رپورټونه خبرداری کوي چې د القاعده بنیادي مشران قریباً د ۶۰۰ پو ې د وسله والو ډله یو ځای کوي چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري.
د وي او ای رپورټ وايي د امریکايي مامورینو خبرې د دغه بیانونو په تضاد کې دي چې وايي القاعده په ډېره لږه شمېره کې وسله وال لري چې په بنیادي توګه د خپلې بقا په فکر کې بوخت دي.
د امریکې د دفاع وزارت انسپکټر جنرل د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان په اړه شایع شوي رپورټ کې په افغانستان کې د القاعده موجودګۍ په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
موقتي انسپکټر جنرل شان او ډانل وویل په دې پړاو لا نه ده معلومه چې ایا طالبان په دې لوظ ولاړ دي چې د القاعدې سره به خپلې اړیکې ختموي؟
انسپکټر جنرل وویل دا هم ګرانه ده چې معلومه کړی شي چې ایا طالبان تر کوم حد پورې دا تقاضا پوره کوي چې افغانستان به د هغو ترهګرو پناه ځای نه جوړیږي چې امریکې ته دړکې ورکوي.
د امریکې د دفاع وزارت د انسپکټر جنرل په رپورټ کې دا خبره هم په پام کې نیول شوي ده چې د القاعده مشرانو د امریکې او طالبانو ترمنځ د لوظنامې هرکلی کړی دی. په رپورټ کې دا هم وېل شوي چې د امریکې او طالبانو په لوظنامه کې د طالبانو نه دا غوښتنه نه ده شوي چې په جار دې د القاعدې سره د تعلقاتو ختموولو اعلان وکړي او په معاهده کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د انخلا وخت ټاکل شوی دی چې د القاعده یو بنیادي هدف دی.
نېتن سېلز چې د انسپکټر جنرل د رپورټ نه وړاندې یې خبرې کولې وویل طالبانو سره د امریکې د معاهدې شرايط په مکمله توګه واضحه دي، امریکا په د نژدې نه د حالاتو کتنه کوي او توقع کوي چې طالبان به خپلې ژمنې پوره کوي.
نېتن سېلز وویل په موجوده وخت کې د امریکې توجه د افریقې څخه د القاعده او د دې سره تړل شویو تنظیمونو خطر ته ده چې پکې الشباب، جماعت نصر الاسلام و الامسلېمین او القاعده فې المغرب شامل دي. هغه زیاته کړه دغه ډلې زیاتره په ازاده توګه فعالیتونه ترسره کوي او د امریکې ترجیح الشباب ته ماتی ورکول دي.