د شام کرد ځواکونو او امریکايي عسکرو د داعش یو اهم غړی نیولی دی چې د وسله والې ډلې یو بنیادي سهولت کار بلل شوی دی.
د امریکې په ملاتړ جنګېدونکي کرد ډلې سیرین ډېموکرېټېک فورسز وویل محمود ابراهیم الحاجي چې د ابو یوسف په نامه هم یادېږي د زیارت، پجشنبې، په ورځ د شام په الرقه ښار کې ونیول شو.
د الحاجي د ګرفتارۍ نه څو ورځې مخکې امریکايي ځواکونو ویلي وو چې د شام په شمال کې یې د داعش بل اهم غړی نیولی دی.
د سیرین ډېموکرېټېک فورسز د بیان ترمخه الحاجي په سیمه کې په فعاله توګه د ترهګرو ډلو په مرسته ککړ و.
په بیان کې وېل شوي چې الحاجي د الرقه په مغرب کې د هغه په پټن ځای د کرد او امریکايي ځواکونو په شریکا چاپه کې ونیول شو.
په کال 2019 کې په شام کې د ماتې خوړلو باوجود هم د داعش وړې وړې ډلې د حملو صلاحیت لري او په تېر یو کال کې په حملو کې یې په شلګونو کسان وژلي دي.
داعش خلاف د عملیاتو دپاره امريکې په شام کې قریباً 900 عسکر ګمارلي دي.
داعش په کال 2014 کې په شام او عراق کې د ډلې د ولقې لاندې سیمو کې د خلافت اعلان کړی و. د دریو کلونو د جنګ وروسته چې په کې په زرګونو کسان وژل شوي او ښارونه وېجاړ شوي وو، داعش ته په کال 2017 کې د ماتې ورکېدو اعلان وشو.
د ملګرو ملتونو د ماهرینو یوې ډلې تېره میاشت وویل په شام او عراق کې داعش اوس هم د 5000 نه تر 7000 پورې وسله وال لري او په موجوده وخت کې د داعش وسله وال په افغانستان کې تر ټولو زیات سنګین خطر راولاړوي.
Forum