د امریکې یو وفاقي عدالت د هغه فرد جرم معلومات افشا کړي چې ترمخه يې د ایران د وسلو پروګرام سره د مرستې په سر د ایران او د ترکي دوو کسانو ته سزاګانې اورول شوي دي.
د وي او ای د فارسۍ څانګې د رپورټ ترمخه، د ایران امان الله پایدار او د ترکي مورات بوکي د ایران د وسلو پروګرام دپاره د ټېکنالوجۍ د ترلاسه کولو سازش کولو.
د امریکې د انصاف وزارت ترمخه، د 2012 او د 2013 ترمنځ پایدار او بوکي د فیول خولې د ټېسټ کولو الا د ترکي دلارې امریکې نه وړلې وه. دواړو په پراخه کچه د تباهۍ د وسله په تحقیق کې استعمالېدونکی نظام هم د ترلاسه کولو کوښښ کولو.
بوکي ته د ګل، دوشنبې، په ورځ د 28 مېاشتو د قېد سزا واورول شوه. هغه د دغه سازش اعتراف کړی و. بوکي تېر کال د سپېن نه امریکې ته منتقل کړی شو.
پایدار لا نه دی نیول شوی او مفرور دی.
د امریکې د خزانې وزارت د بوکي او پایدار نومونه د بندیزونو په فهرست کې شامل کړي دي.
د امریکې د قامي سلامتیا یا هوم لېنډ سیکیورټي خصوصي اېجنټ ډېرېک ډبلیو ګورډن وویل بوکي د هغه جال برخه وه چې دښمن ملک لاسو ته يې د حساسي ټېکنالوجۍ ورسولو کوښښ کولو.
ډېرېک په خپل بیان کې وویل که چېرې داسې جالونه کامیاب شي نو په ممکنه توګه د امریکایانو ژوندونه د خطر سره مخامخ کولی شي.
هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د انصاف وزارت د ایران اصغر محمودي، بهرام محمودي او د متحده عرب اماراتو د شاهین ګلشاني د فرد جرم تقصیلات هم افشا کړل. په دوی الزام دی چې د اېټمي وسلې او د بېلېسټېک مزایل په ټېسټ کې استعمالېدونکي کېمره، د اېف فایو جهاز پورزه او د موسم د څارنې الات یې د ترلاسه کولو سازس کولو.
د انصاف وزارت وویل درې واړه کسان مفروران دي او لا نه دي نیول شوي.
په واشنګټن کې د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د دفتر یو چارواکي ډېوډ سنډ برګ وویل د مورات بوکي سزا کېدل او په نورو څلورو کسانو فرد جرم د امریکې دا کوښښونه څرګندوي چې څوک هم په غیر قانوني توګه د امریکې تېکنالوجي ایران ته منتقلوي او یا د بندیزونو خلاف ورزي کوي، احتساب به يې کولی شي.
سنډبرګ په یو بیان کې وویل د هغو نړیوالو همکارانو شکریه هم ادا کوي چې مشکوک کسانو په نیولو کې يې د امریکې مرسته کړې ده.
یادونه: د وي او ای د انګریزۍ څانګې په وېب پاڼه شایع شوي د دې خبر معلومات د وي او ای د فارسۍ څانګې نه اخیستل شوي دي