په داسې حال کې چې د امریکې د صدر جوبایډن په شمول د نېټو سر مشرانو د زیارت، پنجشمبې، په ورځ په اوکراېن د روس د یرغل په اړه په برسلز کې غونډه کوله، امریکې د روس په ضد یو شمېر نور بندیزونه اعلان کړل.
د وي او ای د رپورټ ترمخه، نېټو غونډې ته د اوکراېن صدر ولادمیر زیلینسکي د غوښتنې وروسته چې نېټو ملکونه باید اوکراېن ته بغیر د حد نه وسله ورکړي صدر بایډن ناستې ته وویل چې نېټو ته پکار ده چې خپل دفاعي صلاحیتونه زیات کړي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د روس د پارلېمنټ ټول 328 غړي او د روس ځینې حکومتي کمپنۍ د امریکايي بندیزونو هدف دي.
د رپورټ ترمخه د امریکي د حکومت یو لوړ رتبه چارواکي رویټرز ته وویل چې د امریکايي ګام مقصد دا دی چې په منظمه ډول هغه ریاعتونه بېرته واخیستل شي چې په نړیوال اقتصادي نظام کې د برخه وال په حېث به ترې روسیې ګټه اخیستله.
د رویټرز ترمخه امریکايي بندیزونه د روس لوی مالیاتي ادارې ساوکامبېنک د بورډ په ټولو 17 غړو او په هغو 48 دفاعي کمپنو لګول شوي چې په اوکراېن کې جګړې دپاره سامان تیاروي.
د روسي صدر ولادیمیر پوتین نژدې ملګری او سرمایه دار ګېنېډي ټیمچینکو او د ساوکامبېنک مشر هرمېن ګرېف هم د بندیزونو هدف شوي.
د روس په ضد پابندیو په اړه وایټ هاوس په یو بیان کې وویل ترڅو چې پوتین په اوکراېن کې جګړه دوامداره ساتي تر هغې به د امریکي او د اتحادیانو د اقتصادي ګامونو سره مخامخ کېږي.
امریکې د روس خلاف نوي بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړل چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې صدر جوبایډن او د نېټو د سر مشران د اوکراېن په مسله په برسلز کې یو ځای شوي وو.
د نېټو د غونډې وروسته په یو مشترکه اعلامیه کې وویل شوو چې د ایتلاف غړي هېوادونه به د خپل قامي بجټونو دوه فیصد برخه به نېټو ته ورکوي.