لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به اوکراین ته د یو بېلین ډالرو مالیت نوره وسله لېږي


د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې کانګرس اوکراین ته د یو بېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد منظور کړو. دا به اوکراین سره د امريکايي پوځي امداد دولسمه برخه وه
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې کانګرس اوکراین ته د یو بېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد منظور کړو. دا به اوکراین سره د امريکايي پوځي امداد دولسمه برخه وه

امریکې اعلان کړی چې اوکراین ته به د یو بېلین (یو ارب) ډالرو مالیت نورو وسله لېږي او د فرانس صدر اېمېونېول مېکران، د جرمني چانسلر اولف شولز او د اټلي وزیراعظم ماریو دراګي اوکراین سره د ملاتړ څرګندولو په غرض د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کییف ته تللي وو.

صدر مېکران وویل دا یو اهم وخت دی او د اوکراین ولس ته د اتحاد پېغام لېږل کېږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه مېکران، شولز او دراګي به د اوکراین صدر ولادومیر زېلېنسکي سره هم ملاقات کوي.
د يورپي ملکونو مشرانو په داسې حال کې د اوکراین سفر وکړو چې یورپين کمېشن به دا فېصله کوي چې ایا اوکراین ته د یورپي ملکونو په سیاسي او اقتصادي اتحاد یورپين کې د شاملېدو دپاره د امیدوار ملک درجه ورکړی شي او که نا؟

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې کانګرس اوکراین ته د یو بېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد منظور کړو. دا به اوکراین سره د امريکايي پوځي امداد دولسمه برخه وه.

اوکراین دپاره د امریکې د وسلې او پوځي ساز او سامان د امداد نوي برخه په داسې حال کې منظوره شوي ده چې روسي ځواکونه د اوکراین په شمالي دونباس سیمه کې ورو مګر مسلسل پرمختګ کوي.

د امریکې د نېشنل سیکیورټي کاونسل یا قامي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل اوکراین ته د یو بېلین ډالرو په امداد کې چې امریکايي پوځ به یې په مستقیم ډول اوکراین ته ورکوي د 350 مېلین ډالرو پوځي ساز او سامان شامل دي دی چې پکې 18 هاوېټرز توپې، 36000 د توپې ګولې یا مرمۍ، د هاوېټرز توپو د انتقالولو دپاره 18 موټرې او نوره وسله او ساز او سامان شامل دي.

جان کربي وویل په نورو 650 مېلین ډالرو به د اوکراین سېکیورټي اسسټنس انېشیېټیو یا د اوکراین د مرستې ګام د لاندې به د ساحلي سیمې د دفاع نظام، رېډیو، د شپې په تیاره د کتلو دپاره الات او نور سامان پېنټګان د وسلو جوړوونکو کمپنو نه اخلي.

د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو راهسې جان کربي وویل امریکې اوکراین ته د 914 مېلین ډالرو مالیت بشري امداد هم ورکړی دی چې پکې هغه 225 مېلین ډالر هم شامل دي چې صدر جوبایډن یې اوکراین د ورکولو اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړو.

د تصویر ګس (چپ) لاس ته د اټلي وزیراعظم ماریو ډراګي، په منځ کې د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران او سم (ښي) لاس ته د جرمني چانسلر اولف شولز ولاړ دی
د تصویر ګس (چپ) لاس ته د اټلي وزیراعظم ماریو ډراګي، په منځ کې د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران او سم (ښي) لاس ته د جرمني چانسلر اولف شولز ولاړ دی

صدر بایډن په یو بیان کې وویل اوکراین ته دغه پېسې د اوکراین ولس ته د صفا اوبو، دوایانو، د صحت د خسمانې،‌ خوراک او د سرپناه دپاره ورکول کېږي. د دې ترڅنګ په اوکراین کې ضرورت مندو ته به د بنیادي شیانو اخیستلو دپاره به نغدې پېسې هم ورکول کېږي.

صدر بایډن وویل د اوکراین د ولس بهادري، عزم او استقامت د ټولې دنیا حوصله افزايي کوي. هغه زیاته کړه چې په داسې مهال چې د اوکراین د خپلې ازادۍ دپاره جنګېږي امریکا او اتحادیا به په شا ولاړ وي.

امریکې اوکراین سره د تازه مرستې اعلان په داسې مهال وکړو چې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن په برسلز کې د هغو 45 ملکونو د دفاع وزیرانو سره ولیدل چې اوکراین ته وسله ورکوي.

د اوکراین کانټېکټ ګروپ نومې ډلې سره ملاقات کې اسټن وویل مغربي اتحادیان به د اوکراین ملاتړ کوي چې د روس د یرغل په ضد خپله دفاع وکړی شي.

په برسلز کې د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې د امریکې د پوځ مشر چیرمېن جواېنټ چیفس اف سټاف جنرل مارک مېلي خبریالانو سره په اوکراین کې د جنګ په تازه معلومات شریک کړل.

جنرل مېلي وویل په جګړه کې هره ورځ د اوکراین شا او خوا 100 عسکر وژل کېږي او تر دریو سوو پورې نور زخمیان کېږي.
هغه وویل اوکراین د خپلې بقا دپاره جنګېږي.

اوکراین سره د امریکې ورستۍ مرستې په داسې وخت کې اعلان شوي دي چې روسي ځواکونه د اوکراین په شمال دونباس سیمه کې صنتعي ښار سوېیردونېڅک په مکمله توګه د نیولو دپاره کوښښونه چټک کړي دي.

یادونه: د وي او ای د قامي سلامتیا د چارو خبریال جېف سېلډن، د وي او ای د وایټ هاوس خبریالې انیتا پاول ترڅنګ د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او د رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG