لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني ډاکټر داعش سره د مرستې اراده لرله، په امریکا کې ونیول شو


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په شام او عراق کې داعش ته ماتی ورکړی شوی دی
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په شام او عراق کې داعش ته ماتی ورکړی شوی دی

د امریکې د انصاف وزارت ویلي قانون عملي کونکو ادارو په منېسوټا ریاست کې مېشته پاکستانی ډاکټر نیولی چې داعش سره یې د مرستې اراده لرله.

وزارت په یوه خبر پاڼه کې وویل د مرکزي تحقیقاتي ادارې يا فېډرل بيورو اف انوسټي ګېشن (اېف بي اي) چارواکو ۲۸ کلن ډاکټر محمد مسعود د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د منېسوټا ریاست مرکزي ښار مېنیاپلېس د هوايي اډې نه ونیولو.

مسعود د سېنټ پال هوايي ډګر نه د نيول کېدو وروسته مقامي عدالت ته وړاندې کړی شو. هغه به په رسمي ډول په زندان کې د ساتل کېدو دپاره اینده هفته عدالت ته وړاندې کولی شي.

د انصاف وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې مسعود په راچسټر کې د يو طب د مرکز ريسرچ کوارډينېټر ؤ. هغه سږ کال د جنورۍ نه تر مارچ پورې يو شمېر داسې بيانونه ورکړي وو چې هغه پکې د داعش سره د ملګرتيا او د جنګ لپاره شام ته تګ اراده څرګنده کړې وه. د دې ترڅنګ هغه دا خواهش هم درلود چې په امريکا کې يواځي په خپل سره ترهګريز بريد وکړي. مسعود د فېبرورۍ په يويشتمه د شکاګو نه ټکټ د ايلينوس نه تر عمان (اردن) اخستلی ؤ او د هغه ځای نه يې شام ته د تللو اراده کړې وه.

خبرپاڼه زياتوي چې د مارچ په ۱۶مه هغه خپله اراده بدله کړه ځکه چې اردن د کورونا وايرس له امله خپله پُوله تړلې وه. له دې وروستو د مارچ په ۱۹مه مسعود د راچسټر نه منيپولس ته سفر وکړو او په سېنټ پال هوايي ډګر هغه لاس اېنجلس ته سفر کوو. خو په هوايي ډګر هغه د اېف بي اي د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې ونيولو.

بل اړخ ته مايو کلينک (چرته چې مسعود دنده درلودله) وياند ويلي چې مسعود پخوا دغلته په يو مېډيکل سنټر کې کار کو خو د نيول کېدو په وخت هغه دغلته کار نه کو.

د پاکستان له خوا تر دې دمه د ډاکټر مسعود په اړه کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG