لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د مظاهره کونکو په ضد دایران د ګامونو غندنه کړې


د وايټ هاوس پرېس سيکرټري کيرېن جين پيير د ګل، دوشنبې، په ورځ يې ميډيا ته ويلي “مونږ دې خبرونو ډېر حيرانه کړي او زړه ماتي کړي يو چې ايراني امنيتي ځواکونه د پوهنتون د زده کونکو د پرامن احتجاجونو په غبرګون کې د تشدد نه کار اخلي او په لويه کچه بنديوان کول کوي”
د وايټ هاوس پرېس سيکرټري کيرېن جين پيير د ګل، دوشنبې، په ورځ يې ميډيا ته ويلي “مونږ دې خبرونو ډېر حيرانه کړي او زړه ماتي کړي يو چې ايراني امنيتي ځواکونه د پوهنتون د زده کونکو د پرامن احتجاجونو په غبرګون کې د تشدد نه کار اخلي او په لويه کچه بنديوان کول کوي”

د امريکا حکومت د ايران غندنه کړې چې د مهسا اميني د مرګ په سر راولاړ شوي احتجاجونه د طاقت په استعمال خاموشه کړي.

مېرمن اميني چې حجاب په مناسب ډول نه غوستلو په لړ کې نیول شوي وه د سېپټمبر په دیارلسمه نېټه د ایران د مذهبي پوليسو په ولقه کې مړه شوې ده.

د هغې د مرګ په سر په ایران او د نړۍ په مختلفو برخو کې احتجاجونه راپارېدلي دي.

په ناروی کې مېشته ایرن هیومن رایټس نومې تنظیم ویلي په احتجاجونو کې تر اوسه پورې ۱۳۳ کسان وژل شوي چې پکې د ۴۰ نه زیات هغه کسان هم شامل دي چې د سیستا بلوچستان صوبې په مرکزي ښار زاهدان کې په نښتو کې وژأل شوي دي.

ایراني چارواکو په احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو شمېره نه ده ښودلې خو ویلي يې دي چې د "خارجي دښمنانو پلویانو" د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر غړي وژلي دي.

تېره هفته د ایران سرکاري ټېلې وژن د ۴۱ کسانو د وژل کېدو خبره کړې وه چې پکې د امنیتي ځواکونو عسکر هم شامل دي.

د وايټ هاوس پرېس سيکرټري کيرېن جين پيير چې د امريکا د ولسمشر جو بايډن سره د پورټو ريکو په سفر وه د ګل، دوشنبې، په ورځ يې ميډيا ته ويلي “مونږ دې خبرونو ډېر حيرانه کړي او زړه ماتي کړي يو چې ايراني امنيتي ځواکونه د پوهنتون د زده کونکو د پرامن احتجاجونو په غبرګون کې د تشدد نه کار اخلي او په لويه کچه بنديوان کول کوي

جين پيير وويل د ايران د پوهنتونونو زده کونکي په حقه غصه دي چې د 22 کلنې مهسا اميني په مرګ غبرګون وښايي او زياته يې کړه د مظاهره کونکو بنديوانول ايراني ځوان کول دې ته اړباسي چې ملک پرېږدي او چرته بل ځای د عزت ژوند او سر پناه ومومي

د ايران مذهبي مشر ايت الله خمينايي هم د څو ورځو د خاموشۍ وروسته یې په هېواد کې مظاهرې د امريکا او اسرايل پلان کړی عمل بللی ځکه د هغه په اند عادي ايرانيان داسې نه کوي.

دريمه اوونۍ شوه چې مظاهرې نه يواځې په دوامداره توګه روانې دي بلکې ورځ تر بله نورې لا پسې خوريږي او ګډونوال يې د امنيټي ځواکونو لخوا د طاقت د استعمال سره مخ دي.

خبرې اداره ای پي وايي د سرکاري شمارو تر مخه تر اوسه 14 تنه وژل شوي او 1500 نيول شوي خو د حقونو په اړه کارکونکې ډلې وايي د مړو شمېر کم نه کم 130 ته رسېدلی او د نيول شوو خلکو شمار په زرګونو کې دی.

خمينايي د مهسا اميني مرګ يوه زړه ماتونکې غمژنه پېښه بللې.

په سرکاري بيان کې ويلي شوي اميني د زړه د دورې له سوبه مړه شوې خو کورنۍ يې دا دعوه دروغ بلي او وايي د هغې د زړه د رنځ هيڅ ثبوت او تاريخ نشته بلکې د هغې د مرګ پلټنې غواړي او انصاف غواړي.

د اميني د مرګ په احتجاج کې په ډېرو هېوادونو کې په زرګونو خلکو احتجاجونه کړي او د ايراني حکومت د مظاهره کونکو د نيولو او طاقت د استعمال يې غندنه کړې.

د امريکا وزير خارجه اينټوني بلېنکن تېره اوونۍ ويلي وو “هغه په دې ژوندۍ نه ده پاتې چې ظالم حکومت د هغې ژوند واخست او دا يې په دې واخست چې هغې خپله خوښه کوله چې څه واغوندي او څه نا؟"

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادرو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG