د امریکې مشر حکومتي وکیل اټارني جنرل، څارنوال، او د صدر ډانلډ ټرمپ نژدې مرستیال ویلیم بار استعفا ورکړې او اینده هفته به خپله چوکۍ پرېږدي.
صدر ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ ښاغلي بار سره د ملاقات نه پس د ټوېټر دلارې وویل چې د انصاف وزارت مشر به د کرسمس نه وړاندې چوکۍ پرېږدي چې د خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي.
صدر ټرمپ د وېلیم بار د استعفا هغه خط هم شریک کړو چې پکې بار د صدر ټرمپ د حکومت ستاینه کړې ده. د خط ترمخه د ډسمبر ۲۳ نېټه به په خپلې چوکۍ د وېلیم بار اخېرۍ ورځ وي.
جېف روزن به د وېلیم بار په ځای موقتي اټارني جنرل یا د څارنوال دنده ترسره کوي.
وېلیم بار د صدرټرمپ نژدې پلوي وو خو د وي او ای د انګریزۍ څانګه وايي صدر ټرمپ د وېلیم بار نه په دې خبره خفه شوی و اټارني جنرل ویلي وو چې په صدارتي انتخاب کې په پراخه کچه د درغلۍ شواهد نه دي موندل شوي. صدر ټرمپ د نومبر په دریمه نېټه شويو صدارتي ټاکنو کې په لویه پېمانه د درغلۍ الزامات لګولي وو خو عدالتونو په دې اړه د هغه زیاتره مقدمې رد کړي دي.
د واکمن ريپبلېکن پارټۍ سېنټر لندسی ګراهم د وېلیم بار د خدماتو ستاینه وکړه او وه یې وېل وېلیم بار د قانون پابندي او د صدر ټرمپ دفاع یې کړې چې د څارنوال د دندې برخه ده. خو د ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس غړي د وېلیم بار مخالف وو.
د کانګرس د نمایندګانو اېوان یا د هاوس اف رېپرېزېنټېتیوز د قانوني چارو د کمېټۍ مشر جېرلډ نېډلر په خپل یو بیان کې وویل وېلیم بار په هر محاذ د صدر دفاع کړې خو په انتخاباتو کې د درغلۍ په لړ کې یې وه نه کړه.