لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بالټېمور ښار کې حالات پرامنه، ژوند معمول ته نزدې شوی


د گل یا دوشنبې په ورځ ښار کې د اړې گړې په لړ کې ٢٣٥ کسان نیول شوې دي، ٢٥ پولیس افسران زخمیان شوې او ١٥٠ موټرو ته اور اچول شوی دی. د فریډي گری په گرفتارۍ کې چې کوم شپږ پولیس افسران ککړ وو، په رخصتۍ لیږلی شوې دي
د گل یا دوشنبې په ورځ ښار کې د اړې گړې په لړ کې ٢٣٥ کسان نیول شوې دي، ٢٥ پولیس افسران زخمیان شوې او ١٥٠ موټرو ته اور اچول شوی دی. د فریډي گری په گرفتارۍ کې چې کوم شپږ پولیس افسران ککړ وو، په رخصتۍ لیږلی شوې دي

د امریکې د مېرې لینډ ریاست بالټېمور ښار کې دوه روځې وړاندې د اړې گړې ورسته حالات پرامنه او ژوند معمول ته نزدې شوی. د شورو یا چارشنبې په ورځ فساداتو د لاسه تړل شوي سرکاري سکولونه بیا پرانستل شوي وو او خلک کارروزگار ته تگ دپاره روان لیدلی کیدل.

د نهې یا سه شنبې وړمبۍ شپه وه چې ښار د کرفیو دلاندې دې تیره کړه. د کرفیو د خلاف ورزۍ په لړ کې پولیس ١٠ کسان گرفتار کړل. ښار کې امن وامان پرځائې کولو دپاره د مېرې لینډ گورنر یا والي یوې هفتې دپاره د شپې په وخت گرفیو لگولې ده چې شپې د لسو بجو نه به د اوو گنټودپاره شورو کیږي.

بالټېمور کې پرتشدد مظاهرې هغه وخت راوپاریدې چې د ښار یو اوسیدونکی، ٢٥ کلن فریډي گری، د پولیس په ولکه کې د زخمونو دلاسه ساه ورکړه.

دوه ورځې وړاندې بالټېمور کې په سلگونو خلکو مظاهرې وکړې، د ښار په لارو کوڅو کې يي موټرو، دکانونو او نور کاروبارونو ته اوورونه واچول او لوټ مار يي وکړو. گڼ شمیر د پولیس موټرې هم په اړې گړې کې وسوزولی شوې.

شپه په خاموشۍ کې د تیریدو ورسته د بالټېمور نه شائع کیدونکې ورځپاڼې، بالټېمورسن، د شورو یا چارشنبې په ورځ په وړمبي مخ تر ټولو لوې خپل سرخط کې وویل دغه ساعت "غیریقیني امن" وگرځولو.

براک اوباما چې د امریکې د تاریخ وړمبی تورپوستکی یا افریقائي امریکنی صدر دی، په ټیلې وژن یوه مرکه کې وویل پولیس ته پکار دي چې د تورپوستکو په اکثریتي علاقو کې اولس سره د اعتماد تعلقات جوړ کړي. براک اوباما د هغه پولیس افسرانو سره د خواښوږۍ څرگندونه وکړه چې بالټېمور کې د امن ساتلو په لړ کې زخمیان شوې.

صدر اوباما د پولیس د صبرستائنه هم وکړه او وې چې په مناسب ډول يي د ضبط نه کار اخیستی دی. هغه وویل د فسادات هیڅ جواز نه لري.

د نسبتاً پرامنه شپې پرته هم بالټېمور د بیړني حالاتو د لاندې دی. پولیس او د نیشنل گارډز امن ساتونکې د ښار په لارو کوڅو او سړکونو گزمې کوي. د شپې د ١٠ بجو ته سحر د پنځو بجو پورې کرفیو به یوه هفته پرځائې وي.

د گل یا دوشنبې په ورځ ښار کې د اړې گړې په لړ کې ٢٣٥ کسان نیول شوې دي، ٢٥ پولیس افسران زخمیان شوې او ١٥٠ موټرو ته اور اچول شوی دی.

د فریډي گری په گرفتارۍ کې چې کوم شپږ پولیس افسران ککړ وو، په رخصتۍ لیږلی شوې دي.

ډیر احتجاج کونکې وايي مظاهرې د فریډي د مرگ په اړه نه بلکه د هغه بد سلوک خلاف دي چې پولیس يي د افریقائي امریکنیانو یا تورپوستکو سره کوي. ځېنې احتجاج کونکې الزام لگوي چې د پولیس بدسلوکۍ خلاف شوي شکایاتو باندې افسرانو هیڅ کاروائي نه ده کړې.

صدر اوباما ویلي احتجاج کونکي د فریډي گری د مرگ په اړه جائز تشویش لري او دا چې په تشدد لاس پورې کونکو مظاهرینو سره به لکه د مجرمانو سلوک کولی شي.

د انصاف وزات او وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف بي ایي د فریډي گری مرگ په لړ کې د شهري حقوقو یا سول رائټس تحقیقات هم شورو کړی چې گنې هغه د نسلې تعصب په بنیاد خو نه دی وژل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG