د امريکا حکومت د نهې/سه شنبې د ورځ نه هغه قانون پلي کوي چې د کمپنيانو نه غواړي د چين په سينکياګ سيمه کې د هغه څيزونو د کاروبار نه ډډه وکړي چې پکې د يغورو نه په زور مشقت اخستلی شي او دا چې په دې اړه به پوره او کره ثبوتونه وړاندې کوي.
دې متنازعه پرېکړې د چين حکومت خفه کړی او چين تل د امريکا د دې دعو مخالفت کړی چې د ويغور اقليت سره زور زياتی کيږي او وايي دا تش دروغ بللي.
خو ولې دې قانون د امريکا په کاروبارونو کې هم انديښنې پيدا کړي او کاروباريان وايي مرکزي حکومت ورته پوره لار ښودنه نه ده کړې چې څنګه او څومره ګامونه واخلي چې مالونه يې د امريکا په پولو نه نيول کيږي.
کارپوهان وايي د فيصلې عملي کول به د امريکا د ډېرو کاروباونو د پاره ګران وي ځکه چې يو خو په چين کې داسې د منلو وړ دريم ګړی څوک نشته چې دا ضمانت ورکړي چې کوم مال د زور په مشقت نه دی جوړ شوی او بل دا چې د مال د رسد نظام پېچيده دی.
ځينې ګڼي دا قانون به کاروباريان اړ باسي چې سيمې ته د سره مالونه هډو راوړي نه.
د پيټرسن انسټيټوټ د نړيوال اقتصاد کارمند کولن هينډرېکس وي او ای ته وايي “دا امکان ډېر دی چې دا قانون به په سينکياک کې د جوړېدونکو مالونو د درامد کولو لړۍ په موثره توګه ودروي”.
هغه وايي ځينې هغه پروګرامونو کاميابي موندلې چې کاروبارونه د زور د مشقت نه پاک اسناد ولري خو د دې د کاميابۍ په سينکيانګ کې موقه کمه ده.
ياد قانون د کانګرس نه په ډسمبر کال 2021 کې منظور شوی او ولسمشر جو بايډن لاسليک کړی چې قانون وګرځي او د نهې په ورځ د ياد قانون د معياد د ختمېدو سره سم پلي کيږي.
امريکا دعوه کوي چې چين په سينکيانګ کې د ويغورو نسل وژنه کوي او د چين کميونسټ ګوند د ويغور کلتور په ختمولو لګيا دی.
د چين حکومت په سخته د دې تورونو نه انکار کړی خو برتانيه، نيدرلينډ او لېتوانيا او د ايمنيسټي انټرنيشنل، هيومن رايټس واچ او د امريکا هالوکاسټ ميموريل ميوزک په رنګ تنيمونو پلټنې هم د امريکا د دريځ ملګرتيا کوي.
یادونه: د وي او ای خبریال راب ګارور دې رپورټ دپاره عاصم کاشغریان هم خبري نګاري کړې ده