لاس رسیدونکی لینک

 
روېټرز: امریکې په منځني ختیځ کې د ایراني هدفونو په ضد ابتدايي حملې شروع کړې
تازه خبر

روېټرز: امریکې په منځني ختیځ کې د ایراني هدفونو په ضد ابتدايي حملې شروع کړې


په اردن کې د دریو امریکايي عسکرو د وژل کېدو وروسته صدر بایډن په سیمه کې د پوځي اقدماتو فېصله کړې وه
په اردن کې د دریو امریکايي عسکرو د وژل کېدو وروسته صدر بایډن په سیمه کې د پوځي اقدماتو فېصله کړې وه

امریکايي ځواکونو د جمعې په ورځ په شام او عراق کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو او د پاسداران انقلاب ځواکونو په ملاتړ د جنګېدونو وسله والو په هدفونو حملې وکړې. څلورو امریکايي چارواکو روېټرز خبري ادارې ته په منځني ختیځ کې د تازه حملو تصدیق وکړو.

تېره هفته په اردن کې په امریکايی پوځي اډه د ډرون حمله کې د دریو امریکايي ځواکونو د وژل کېدو او تر 40 پورې د نورو عسکرو د زخمي کېدو وروسته صدر جوبایډن په سیمه کې ایران سره د تړلو وسله والو خلاف د پوځي اقدماتو فېصله کړې وه.

په اردن کې په امریکايي پوځې اډه حمله د ایران په ملاتړ جنګېدونکو وسله والو کړې وه او د امریکايي چارواکو په وېنا د حملې په بدل کې صدر بایډن د ګڼ اړخیزه ګامونو اخیستلو فېصله وکړه.

د جمعې په ورځ حملې د دغه ګڼ اړخیزه ګامونو برخه بلل کېږي.

د شام سرکاري مطبوعاتو د جمعې په ورځ‌ وویل په "امریکايي جارحیت" کې د شام په صحرايي علاقو کې او د عراق په پوله هدفونه ویشتل شوي دي چې له امله یې مرګ ژوبله شوې ده.

دوو امریکايي چارواکو وویل په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د تازه حملو په اړه رسمي بیان به په لږ وخت کې شایع کولی شي.

روېټرز وايي که څه هم په امریکايي حملو کې د ایران دننه هدفونه نه دي ویشتل شوي خو د دې له امله به په منځني ختیځ کې د اسرایل او حماس د جنګ په سبب موجوده تاوتریخوالی نور هم زیات شي.

په شام او عراق کې د حملې نه څو ګڼتې مخکې صدر بایډن او د امریکې د دفاع وزارت جارواکو د ډېلاوېیر ریاست په ډوور پوځي مرکز کې د هغو امریکايي ځواکونو جسدونه ترلاسه کړل چې په اردن کې وژل شوي دي.


Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG