لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: ډانلډ ټرمپ ته دې استخباراتي معلومات بند کړی شي


صدر بایډن وویل "زه فکر کوم چې هغه ته د استخباراتي معلوماتو ورکولو ضرورت نشته...هغه ته معلومات ورکول څه اهمیت لري؟ د دې څه اثر دی د دې نه علاوه  چې هغه به څه غلطي وکړي او څه به ووايي."
صدر بایډن وویل "زه فکر کوم چې هغه ته د استخباراتي معلوماتو ورکولو ضرورت نشته...هغه ته معلومات ورکول څه اهمیت لري؟ د دې څه اثر دی د دې نه علاوه  چې هغه به څه غلطي وکړي او څه به ووايي."

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ په یوه ټېلې وژن مرکه کې وویل د هغه پېش رو ډانلډ ټرمپ ته دې د استخباراتي معلوماتو ورکولو لړۍ بنده کړی شي.

داېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په روایتي توګه امریکايي صدرانو ته د وایټ هاوس نه د تګ وروسته هم استخباراتي معلومات ورکول کیږي.

د سي بي اېس ټیلې وژن سره مرکه کې د صدر بایډن نه پوښتنه وشوه چې هغه د څه ویرې په بنیاد پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته د استخباراتي معلوماتو مخالفت کوي نو ای پي وايي صدر بایډن وویل په دې اړه په څرګنده څه اټکل نه کول غواړي.

صدر بایډن وویل "زه فکر کوم چې هغه ته د استخباراتي معلوماتو ورکولو ضرورت نشته...هغه ته معلومات ورکول څه اهمیت لري؟ د دې څه اثر دی د دې نه علاوه چې هغه به څه غلطي وکړي او څه به ووايي."

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د دې هفتې په شروع کې وویل استخباراتي معلوماتو ته د ډانلډ ټرمپ د رسايي معامله دې کتنې د لاندې ده.

ای پي وايي د واک من ډېموکرېټک د ځینو غړو په شمول د پخواني صدر د حکومت ځینو مامورینو ډانلډ ټرمپ ته د استخباراتي معلوماتو وکړی کېدو په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

ای پي وايي سوزن کورډن چې د ۲۰۱۷ نه تر د ۲۰۱۹ پورې د ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د استخباراتي معاملات یوه لوړ رتبه چارواکي وه، په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپل مضمون کې غوښتلي چې پخواني صدر ته دې د استخباراتي معلوماتو ورکولو لړۍ ودرول شي.

ای پي وايي دا اختیار د موجود صدر په لاس کې وي چې ایا پخوانی صدر دې استخباراتي معلوماتو، انټېليجنس بریفنګ، ته رسايي ولري او که نا؟ صدر بایډن ډانلډ ټرمپ ته د رسايي ورکولو مخالف دی.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د استخباراتي معاملاتو د کمېټۍ مشر اېډم شېف هم د صدر بایډن نه غوښتلي چې استخباراتي معلوماتو ته دې د ډانلډ ټرمپ رسايي ختمه کړي شي.

د جنورۍ په میاشت کې د ډانلډ ټرمپ د صدارت څلور کنل مېعاد د ختمېدو نه وړاندې اېډم شېف ویلي وو فکر نه کوي چې د استخباراتي معلوماتو ورکولو په لړ کې په ډانلډ ټرمپ اعتبار کېدلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG