لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د جمهوریت په موضوع د نړیوالې غوڼدې پرانسته وکړه


په دې غونډه کې د 100 نه زياتو ملکونو مشرانو او استازو ته بلنه ورکړی شوې ده، چې پکې داسې ملکونه هم شته چې د فريډم هاوس د جمهوريت په فهرست کې وروسته پاتې دي
په دې غونډه کې د 100 نه زياتو ملکونو مشرانو او استازو ته بلنه ورکړی شوې ده، چې پکې داسې ملکونه هم شته چې د فريډم هاوس د جمهوريت په فهرست کې وروسته پاتې دي

د امريکې صدر جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جمهوريت په موضوع د نړیوالې آنلاېن غونډې پرانسته وکړه چې پکې د نړۍ د يو شمېر ملکونو مشران او د مدني ټولنې فعالان ګډون کوي خو چین، روس او یو شمېر نورو ملکونو ته غونډه بلنه نه ده ورکړی شوي او پاکستان پکې د شرکت نه ډډه کړې ده.

په غونډه کې به جمهوریت ته په ورپېښو مسلو او ددغو مسلو د مخنیوي په اړه بحثونه کېږي.

د غونډې د پرانېستلو په موقع صدر بایډن وویل " د جمهوريت د ساتلو د پاره د يو چېمپين ضرورت وي او زه غواړم چې د دې غونډې کوربه توب وکړم."

د صدر باېډن انتظاميه وايي‌ نړيوال مشران به د جمهوريت د مضبوطولو او حفاظت د پاره ګټورې تګلارې او وړاندېزونه پېښ کړي.

د وېلسي کالج د سياسي‌ چارو استازه سټېسي ګوډرډ‌ وايي د غونډې اېجنډه څه ډېره روښانه نه ده، "که تاسو د دې اېجنډې ته اوګورئ نو دا مبهمه ده"

د کارنېګي انډاومنټ فار ډيموکرېسي څيړونکی سټيون فېلډسټاېن وايي، صدر بایډن د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د پاليسو نه ښکاره بدله لاره خپله کړه.

د کارنېګي انډاومنټ فار ډيموکرېسي يو بل څيړنکي کرسټوفر والکر هم دغه خيال دی، "د جمهوريت د کشالو په اړه ګډه پاملرنه او بېداري خورول د صدر باېډن د انتظاميې يو پياوړی ګام دی"

والکر زياتوي د نړيوال کرپشن د مخنيوي د پاره ګډې همکارۍ ته وده ورکول د دې غونډې يوه مهم مرام دی.

د صدر باېډن انتظاميه وايي، صدرجو باېډن به کال وروسته پخپله د دې غونډې په نيجو يوه بله غونډه کوي.

په دې غونډه کې د 100 نه زياتو ملکونو مشرانو او استازو ته بلنه ورکړی شوې ده، چې پکې داسې ملکونه هم شته چې د فريډم هاوس د جمهوريت په فهرست کې وروسته پاتې دي.

د نړيوالې آزادۍ په دغه فهرست 77 آزاد ملکونو ته بلنه ورکړی شوی، په بلل شو کې 31 نيمايي آزاد او درې غېر آزاد يا بندي هېوادونه هم بلل شوي دي.

څيړونکی فېیلډ سټاېن وايي باېډن انتظاميې په د ې غونډه کې هر ډول ملکونو ته بلنې ورکړي چې درې پکې د جمهوريت په تناظر کې غېر آزاد ملکونه هم دي،‌ لکه عراق، انګولا او ډيموکرېټک ريپبلک آف کانګو.

په دې غونډه کې په بلل شوو ملکونو پوښتنې ولاړې شوي چې ولې ځينو ملکونو ته بللنه ورکړل شوې او ځينو ته نا؟ لکه پاکستان چې د جمهوري آزادۍ په فهرست کې 38 نمبرې لري خو بلنه ورکړل شوې او سري لنکا 56 نمبرو سره ډېره آزادي لري خو بلنه نه ده ورکړل شوې.

د وهاېټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د دغې بلنو په اړه ووېل،" هر ملک په خپل ډول جمهوري آزادي لري او د امريکې لخوا رابلل يا نه رابلل د هغوي د جمهوريت د ښه والي يا بد والي ټاپه نه ده، د دې مقصد صرف هغه خلک رابلل دي چې د جمهوريت په حق کې غږ پورته کوي."

څيړونکې وايي بایډن انتظاميې په دې غونډه کې دېرش داسې وړو ملکونو ته هم بلنه ورکړې چې آبادي يې د يو ميلين نه هم کمه ده خو چين او روس له يې بلنه نه ده ورکړې.

څيړونکې سټېسي وايي هر څه که د دې غونډې مقصد د چين او روس خلاف بلاک جوړول نه دي خو صدر باېډن ګڼي چې د روس او چين لخوا جمهوري اقدارو ته د ورپېښو خطرو د مخنيوي د پاره ګډه همکاري پکار ده.

مېرمن سټېسي وايي د امريکې دې پاليسۍ ځينې ملکونه پرېشانه کړي لکه جرمني او جنوبي کوريا د چا اقتصاد چې په چين لويه آډانه لري.

دغسې پاکستان هم په دې غونډه کې د ګډون نه معذرت کړی، د پاکستان يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ته ويلي پاکستان د يو چين په پاليسۍ يقين لري اوپه دې غونډه کې د تاېوان ګډون د دوي د پاليسۍ خلاف دي ځکه پاکستان په د ې غونډه کې ګډون نه کوي.

په دغه غونډه د نړۍ د ويشلو نيوکې هم کېږي خو د سپېنې ماڼۍ ويانده مېرمن سآکي وايي، "دا داسې خبره نه ده چې مونږه پرې د نړۍ نه بخښنه اوغواړو."

په امريکا کې پخپله د جمهوريت په اړه شوې نظر پوښتنه کې ښکاره شوې ده چې 52 فیصد ځوانان وايي‌ په امريکا کې جمهوريت په خطر کې دی او يواځې اووه فیصد وايي په امريکا کې جمهوريت وده کوي.

په دې تناظر کې ځينو ملکونو د امريکې لخوا د جمهوريت د غونډې په کوبتوب هم نيوکې کړي.

د چين مرستيال خارجه وزير لي يو چېنګ په طنزيه انداز ويلي، د امريکې د جمهوريت رېکارډ‌ څه ډېر روښانه نه دی او په کانګرېس کې د خلکو د یرغل يادونه لا تازه دي

د پخواني صدر ټرمپ په زرګونو پلويانو په کانګرېس په شپږمه جنورۍ د صدر بایډن د تاييد په موقع يرغل کړی و، چې پکې د کانګرېس ودانۍ ته زيان رسېدلې و او په نړۍ کې د امريکا د جمهوريت انځور ته لوي تاوان اوښتی و.

خو د صدر باېډن انتظاميه وايي‌ اصلي جمهوريت دغه دی چې خپلې کمزورۍ ومنل شي او په بې پلوه ډول يې پلټنې وشي،‌ دغه د جمهوريت قوت دی چې په دې غونډه کې به خوندي کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG