لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې نو منتخب صدر جوبایډن به د مهاجرت په اړه نوی قانون معارفي کوي


د وي او ای رپورټ وايي جوبایډن به د یوې صدارتي حکمنامې دلارې د صدر ټرمپ د وخت د مهاجرت په اړه نور اقدامات هم بېرته اخلي چې پکې د یو شمېر اسلامي ملکونو نه امریکې ته د خلکو په راتګ بندیز هم ختمول دي
د وي او ای رپورټ وايي جوبایډن به د یوې صدارتي حکمنامې دلارې د صدر ټرمپ د وخت د مهاجرت په اړه نور اقدامات هم بېرته اخلي چې پکې د یو شمېر اسلامي ملکونو نه امریکې ته د خلکو په راتګ بندیز هم ختمول دي

د امریکې نو منتخت جوبایډن اراده لري چې د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوولو وروسته د صدارت په لومړۍ ورځ یو قانون معارفي کړي چې ترمخه به یې په امریکا کې په غېر قانوني توګه مېشته ۱۱ مېلین خلک په اتوو کلونو کې شهریت ترلاسه کړی شي.

د نوي صدر دغه تګلاره د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ د مهاجرت په اړه د سختې تګلارې برعکس ګڼل کېږي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د مهاجرت په اړه د نوي قانون دلارې به جوبایډن نه یوازې د لاطیني امریکایانو بلکې د نورو مهاجرت کوونکو ټولنو سره د خپل انتخابي کېمپېن لوظ پوره کړي بلکې د صدر‌ټرمپ د څلور کلن دور هغه تګلاره به بدله کړي چې پکې امریکې په مهاجرت بندیزونه لګول شوي وو او په لویه شمېره خلک د امریکې نه ډيپورټ یا وېستل شوي وو.

د وي او ای رپورټ وايي د نوي قانون دلارې به په امریکا کې مېشت هغه کسان د شهریت ترلاسه کولو لاره ومومي چې په امریکا کې بغېر د قانوني حېثیت ژوند کوي خو په دې کې به د پولې د محفوظ ساتلو دپاره هغه ګامونه شامل نه وي چې د صدر ټرمپ د واک من ريپبلېکن پارټۍ غړي یې غوښتنه کوي چې له امله یې کانګرس نه د نوي قانون منظوري په شک کې ده.

یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته ویلي مجوزه قانون په سلګونو پاڼو لیکل شوی او د شورو، چهارشبنې، په ورځ د جوبایډن د سوګند اخیستلو وروسته به معارفي کړی شي.

د انتخابي کېمپین په مهال به جوبایډن د صدر ټرمپ د مهاجرت په تګلارې نېوکې کولی او وېل به چې دغه تګلاره د امریکایانو په اقدارو ګزار دی. بایډن به وېل چې د صدر ټرمپ د مهاجرت تګلاره به بدلوي.

د مجوزه قانون دلاندې د ۲۰۲۱ د جنورۍ په لومړۍ نېټه چې کوم خلک په غېرقانوني توګه په امریکا کې مېشت دي، په پنځه کلونو کې به ورته د مستقل اوسېدو اجازت یا ګرین کارډ وړکړی شي او که چېرې خپل ټېکسونه ادا کوي، په کوم جرم کې نه وي ککړ او خپل نور بنیادي ذمه وارۍ یې پوره کړي وي نو په درېو نورو کلونو کې به ورته شهریت ور کول کېږي.

د ځینو کډوالو دپاره به دا عمل ګړندی وي. هغه کسان چې په ماشوم والي کې د مور او پلار سره په غېرقانوني توګه امرېکی ته راغلي، د زراعت په مد کې کار کوي او یا هغه کسان په عارضي توګه ورته قانوني حېثیت ورکړی شوی دی، یا په سکول کې دي او یا نورې تقاضي پوره کوي ګرین کارډ دپاره زر اهلیت لرلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي مجوزه قانون هغه ډول جامع نه دی چې د پخواني صدر براک اوباما په صدارت کې وړاندې شوی و. هغه مهال جوبایډن نایب صدر و. رپورټ وايي په قانوني مسوده کې په پوله د امنیت بهتر کوولو دپاره نوي وړاندیزونه نیشته خو پکې وېل شوي چې په دې اړه به د سټرېټیجۍ لټون کولی شي. په مجوزه قانون کې د ویزو نوي پروګرامونه هم نیشته.

په قانوني مسوده کې د هغه اسبابو مخنیوي ته کتنه شوي چې له امله یې خلک مرکزي امریکې نه مهاجرت کوي. په نوي قانون کې امریکې ته مهاجرت کوونکو ته د انګریزۍ او د هنرونو د زدکړې دپاره مالي مرسته کولی شي.

د وي او ای رپورټ وايي جوبایډن به د یوې صدارتي حکمنامې دلارې د صدر ټرمپ د وخت د مهاجرت په اړه نور اقدامات هم بېرته اخلي چې پکې د یو شمېر اسلامي ملکونو نه امریکې ته د خلکو په راتګ بندیز هم ختمول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG