لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن: د یوکرین په پوله د روس ځواکونه جمع کول راپاروونکی ګام دی


د امریکا خارجه وزیر به په کییو کې د امریکايي سفارت چارواکو ترڅنګ د یوکرین صدر ویلادي میر زیلینسکي او خارجه وزیر دیمیترو کولېبا سره ویني
د امریکا خارجه وزیر به په کییو کې د امریکايي سفارت چارواکو ترڅنګ د یوکرین صدر ویلادي میر زیلینسکي او خارجه وزیر دیمیترو کولېبا سره ویني

د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د یوکرین د مشرانو سره د خبرو اترو د پاره کییو کې دی او د دې وروسته به د یورپ سفر هم کوي.

دا ملاقاتونه په داسې وخت کېږي چې د روس لخوا د یوکرین په سرحد لسګونه زره پوځي عسکر دیوکرین اندېښنې راپارولي چې روس یې په هېواد څه وخت هم یرغل کولی شي.

د امریکا خارجه وزیر به په کییو کې د امریکايي سفارت چارواکو ترڅنګ د یوکرین صدر ویلادي میر زیلینسکي او خارجه وزیر دیمیترو کولېبا سره ویني.

د رویټرز خبرې ادارې ترمخه د ملاقات نه وړاندې په کییو کې د امریکا په سفارتخانه کې د مطبوعاتو سره د خبرو په وخت دامریکا خارجه وزیر اینتني بلېنکن ویلي

“څنګه چې تاسو خبر یې چې مونږه د تېرو څو میاشتو راهیسې په یوکرین جور نظر ساتو چې روس د یوکرین په سرحد لویه شمېره پوځونه جمع کړي او ددغه راپارونې څه علت هم نه ښکاري.”

اېنتني بلینکن زیاته کړی چې دوي خبر دي چې روس په یو لنډ نوټس دغه پوځي قوت کې نوره هم اضافه کولو منصوبه لري او دا به صدر پوټن ته نور زړه ورکړي چې نورو کاروایانو د پاره صلاحیت حاصل کړي.

د امریکا خارجه وزیر ویلي د روس دغه ګامونو په عملي توګه د دوي د اتحادیانو او شراکت دارو پام دې لانجې ته راګرځولیدی. هغه ویلي د روس سره د لانجې د پرامنه حل دپاره دوه لارې دي یوه د سفارتکاری او خبرو اترو لاره ده او باید دغې تهترجیح ورکړی شي.

خو اینتني بلېنکن وویل چې بله لاره د جګړې ده او روس له به د دې د نتیجو انتخاب کول وي خو وايي امریکا او ملګري یېدواړو لارو د پاره په یو والي کار کوي.

بلېنکن به یوکرین کې د ملاقاتونو پس برلېن ته ولاړ شي او هلته به د جرمني د خارجه وزیرې انالېنا بېربوک سره وګوري. تېرههفته د روس، امریکا او نېټو ترمنځ د یوکرین په سر د کشیدګیو د ختمولو په خاطر خبرې بې نتیجې ختمې شوې وی.

امریکايي چارواکي وايي چې دا وخت حالات داسې دي چې روس څه وخت هم په یوکرین یرغل کولی شي. د امریکا خارجهوزارت د نهې سېشنبې په ورځ مطبوعاتو ته ویلي که چیرې ماسکو د یوکرین په ضد د یرغل د پاره نور ګامونه پورته کوي نوامریکا د بیلا بیلو نتیجو د پاره خپلې تیاری جاري ساتي.

روس په تېرو څو ورځو کې د یوکرین د ختیځې سیمو په سرحد ترڅنګ د بیلا روس هېواد د ځواکونو سره د پوځي مشقونو دپاره هم خپل ځواکونه ددغه هېواد سرحد ته استولی دي.

د روس دفاع وزارت ویلي چې د هغه ملک د لېرې ختیځو سیمو نه یو نامعلوم شمېر عسکر د یو لوی جنګي مشق دپاره دیوکرین شمالي ګاونډي هېواد بېلاروس ته لیږي.

دې سره به د یوکرین شاوخوا ته د روسي لښکرو تعداد کې نوره هم اضافه راشي. تر دې وړاندې اندازه لګول کېده چېروس د یوکرین ختیځ سرحد غاړې ته یو لاکهـ پوځیان راغونډ کړي دي، او مغربي ملکونو ته یې دا وېره پیدا کړې چې شایدپوټین په یوکرین حمله وکړي.

د روس د دفاع نایب وزیر الکزنډر فومېن وویل چې د دوی عسکر به د بېلاروس د عسکرو سره یوځای پوځي مشقونه ترسرهکوي او هدف به یې دا وي چې د کوم خارجي خطرې سره د مقابلې دپاره آماده اوسي.

بل اړخ ته د یوکرین چارواکو خبرداری ورکړی چې ممکنه ده روس د څو طرفو نه، په شمول د بېلاروس د اړخه، په یوکرینپوځي حمله وکړي.

په داسې حال کې چې کشیدګۍ زیاتې شوې دي، وایټ هاوس خبرداری ورکړی چې هره لحظه دا امکان شته چې روس خپل ګاونډي ملک یوکرین باندې پوځي حمله وکړي. برطانیې یوه اندازه د ټېنکونو ضد وسلې یوکرین ته لېږلي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG