لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د وینې څخه د کېنسر مرض د مالومولو ازموینې کیږي


د جانز هاپکنز یونیورسټۍ هسپتال
د جانز هاپکنز یونیورسټۍ هسپتال

د امریکا میري لینډ ریاست د بالټي مور ښار په جانز هاپکنز کیمل کېنسر سنټر کې د کېنسر تحقیق کونکي د وینې په داسې تجربو بوخت دي چې په نتیجه کې به یې د وینې څخه د اته قسمه کېنسر مرض مالومیدی شي.

ماهرین وايي دغه ټېسټ به ډیر زر د عادي طبي معاېنې د برخې په توگه استعمالیدل شروع شي.

د دی تېسټ سره به ډاکټران په لومړي سټیج یا مرحله کې د کېنسر د عامو علامتونو نه وړاندې ددغه مرض د معلومولو صلاحیت ولري.

د جانز هاپکنز کېنسر سنټر دغه تحقیق کې برخه اخستونکی یو مشر ډاکټر نکولېس پاپاډوپولس وايي" د وینی د ټېسټ په اړه دا یوه عجبه خبره ده چې دا د رسولۍ مختلف قسمونو معلوموي. دی ټېسټ پحقله بله عجبه خبره دا ده چې د کېنسر تشخیص کولو سره سره به د کېنسر ځای (د بدن برخه) به هم معلوموي."

د وینې څخه د کېنسر معلومولو ته د "کېنسر سیک ټېسټ" نوم ورکړی شوی دی. دا به په بچه دانۍ، معدې، وینې، پړپوس او د سینې کېنسر معلومولو لپاره هم کارول کیږي. د جان هاپکنز کېنسر سنټر ترمخه په امریکا کې د کېنسر له وجې کیدونکي مرګونو کې ٦٠ فیصده هم د دغه قسمونو له وجې کیږي.

دا مهال د کېنسر دغو پېنځو قسمونو د معلومولو بله هیڅ لار نشته. د وینې ټېسټ یا معاینې په لار ٧٠ فیصده نتیجې سمې وي، او د بچه دانۍ کېنسر په کیسونه کې ٩٨ فیصده نتیجې سمې وي. خو د سینې کېنسر معلومولو کې دا شرح بیا ٣٣ فیصده ده، چې ډیره کمه گڼلی کیږي. د کېنسر سیک ټېسټ په اړه د جان هاپکنز یونیورسټۍ سکول اف مېډېسن یو بل تحقیق کونکی جوشوا کوهن وايي. " مونږ ډیر خوشحاله یو ځکه چې دا د معاینې په حقیقت کې د بدولو په لورې لوی گام دی. خو لا هم ډیر کار پاتې دی." هغه وویل په دې لړ کې پکار ده چې صحت مند خلک هم په مطالعه کې شامل کړی شي. د تحقیق کونکو د اندازو ترمخه کېنسر سیک نومي دی ټېسټ کولو باندی به د ٥٠٠ ډالرو نه هم کمه خرچه یا مصرف راځي. په دې اړه ډاکټر پاپاډوپولس وايي: ٫٫ د کېنسر په اخېرني سټیج یا مرحله کې د خلکو علاج ډیر ګران وي. دوایانی گرانې یا قیمتي وي. زمونږ یقین دی په لومړیو مرحلو کې تشخیص کیدو سره به د دې علاج بېعه کمه شي او دغه شان به د خلکو ژوند هم بچ کېدی شي." ډاکټر پاپاډوپولس فکر کوي د کېنسر رنځ په لومړي سټیج کې مالومول د ژوند بچ کولو لپاره ډیر ضروري دي. د کېنسر خونړي رنځ نه د ځان ساتلو په اړه بیا ساېنس پوهان وايي نشه نه کول، د خپل وزن خیال ساتل، هره ورځ ورزش کول، مناسب او صحتمند خوراک او ډیر لږ شراب څښکل خلک ددې مرض نه لرې ساتلی شي.

په برتانیه کې د نړۍ ٣ لاکه ۴٠ زره خلکو نه راټول شوي شمیرو د تحقیق نه مالومه شوې چې کوم خلک چې ددغه پېنځو خبرو پام کوي په هغو کې د پړپوس، سینې او د کولمو کېنسر خطر ٣٢ فیصده کم وي. دغه درې واړه د د کېنسر تر ټولوعام قسمونه دي.

د امریکا واشنگټن ریاست په سیاټل ښار کې د فریډ هچنسن کېنسر سنټر سره کار کونکی ډاکټر این میکټیرنن وايي" زه غواړم خلک په دې پوه شي چې که د چا وزن زیاتیږي نو علت دې معلوم کړي، دا هم وګورئ چې تاسو د سرطان سره د مخ کیدو خطر خو نه لرۍ؟ چې بیا د دې د مخنیوي لپاره گامونه واخلئ. "

ډاکټر میکټایرنن زیاتوي د تحقیق نه معلومه شوې چې زیات وزن لرونکی تن د وزن کمولو سره او یو غیر فعاله کس د فعاله کیدو سره د کېنسر یا سرطان سره د مخ کیدو خطر کمولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG