لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن ډي سي کې د دریو مهمو مراسمو لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي


د امریکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې روانه میاشت د دریو مهمو مراسمو لپاره تیاری نیول کیږي. خو دې تیرو څو ورځو کې دوه داسې د ناامنۍ پېښې شوې دي چې له امله یې واشنګټن کې د قانون پلي کولو ادارې د اضافي ځواکونو غوښتنه کړې ده.

د ناامنۍ اولنۍ پیښې کې چې د روان ۲۰۲۵ م کال په لومړۍ ورځ د نیو الرینز په ښار کې وشوه، یو تن خپل موټر په خلکو ورووست لږ تر لږه ۱۴ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ټپي کړل.

دویمه پېښه هم په یاده ورځ شوې ده، چې پکې یو ۳۷ کلن امریکایي د لاس ویګاس په ښار کې خپل برقي موټر د ټرمپ نړیوال هوټل مخې ته وچاوه چې پخپله پکې ووژل شو او اووه نور ټپي شول.

همدې پیښو په امریکا کې اندیښنې پیدا کړي او چارواکو په واشنګټن ډي سي کې د دریو مهمو مراسمو لپاره ټینګ امنیتي تدابیر په پام کې نیولي دي.

په واشنګټن کې لومړۍ فیډرلي مراسم به د ګل/دوشنبې په ورځ ترسره شي، کله چې کانګرس د صدارتي ټاکنو پایلې تاییدوي، چې دا د جنورۍ ۶، ۲۰۲۱، د کانګرس پر ودانۍ د برید څلورمه کلیزه ده.

بیا به د پخواني امریکایي صدر جیمي کارټر د جنازې سرکاري مراسم دي، چې د نهې/سه شنبې په ورځ د یوې غونډې او رسمي مراسمو سره پیلیږي او د زیارت په ورځ پای ته رسیږي.

وروستۍ مهمه غونډه به د جنورۍ په ۲۰مه ترسره شي، کله چې منتخب صدر ډونالډ ټرمپ به حلف اخلي یا لوړه به کوي.

د امریکا د سېکرټ سروس د واشنګټن ساحوي دفتر مشر، میټ مک کول، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل.

”دا مخکې هېڅکله نه دي پېښ شوي. موږ په ۱۵ ورځو کې درې ملي ځانګړي امنیتي پیښې لرو. “

د نیو اورلینز برید او د لاس ویګاس دهماکې سره تړلې اندیښنو سره سره، امنیتي چارواکي ډاډه دي چې د واشنګټن کې کیدونکي مراسم به په خوندي ډول ترسره شي.

د قانون پلي کولو او امنیتي ادارې د احتمالي ګواښونو په اړه محتاط دي.د ایف بي اي د واشنګټن دفتر مرستیال ډیویډ سنډبرګ وویل. ”موږ د دې پیښو سره تړلې کومې معتبرې یا ځانګړې ګواښونه نه تعقیبوو. “

سېکرټ سروس محکمې د جمعې په ورځ وویل چې له ټول هېواد څخه یې اضافي کارمندانو غوښتنه کړې ترڅو د کارکوونکو کچه لوړه کړي.

د واشنګټن د میټروپولیټن پولیسو وویل چې له ټول هېواد څخه یې د ۴۰۰۰ اضافي افسرانو غوښتنه کړې ده.

د ملي ګارډ بیورو تایید کړه چې د اضافي مرستې غوښتنې یې منظور کړې دي، چې په کې د جنورۍ ۶ د ټاکنو د تایید لپاره ۵۰۰ ساتونکي شامل دي.

د ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره د ۷۸۰۰ اضافي ملي ګارډ عسکرو او هوايي ځواک غړو د غوښتنې پرېکړه لا پاتې ده.

د واشنګټن په ځیني برخو کې د خنډونو او اغزن تارونو په ګډون زیات امنیتي تدابیر نیول شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG