په امريکا کې د مرضونو د مخنیوي د حکومتي ادارې سېنټرز فار ډېزیز کنټرول اېنډ پریوېنشن یا سي ډي سي مشرې روشيل ويلېنسکي ويلي د کرونا وايرس په تازه پېښو او مرګونو کې د کمي شمېرې ښايي امريکا د کرونا وبا نه د وتلو په لاره روانه شوي ده.
په وايټ هاوس کې نهې، سه شبنې، په ورځ د کرونا وايرس د مخنيوي ټيم ته په خپله وينا کې اغلې ويلېسنکي وویل د تازه اووه ورځنۍ شمېرو نه ښکاري چې کم کيسونه رپورټ شوي او “مونږ ټول دې محتاط او ډاډمن ووسو”.
د وايټ هاوس د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره مشير اينډي سليوېټ د دې ښه خبر سره ورزياته کړه چې په ټولو 50 ايالتونو کې چې د کله نه وباشروع شوې په وړومبي ځل دا شمېرې په ښکته تللي دي.
امريکا د کرونا وايرس او مخ ته د ماسکونو لګولو په حقله په خپله لار روانه ده
نور ملکونه چېرته چې ناروغتيا کمه او ويکسين په لويه کچه شوي خلک د وداني دننه ماسکونه اچوي.
ويلېنسکي وايي د ويکسين لګولو عمل ورو شوی خو په امريکا کې اوس هم د 1.5 نه تر 2 ميلين پورې خلکو ته روزانه ويکسي لګول کيږي.
هغې وويل د کله نه چې امريکا د فايزر ويکسين د 12 کالو نه لويو خلکو ته د لګولو اجازت ورکړی د يوې اوونۍ نه په کم وخت کې د 6000,000 ډېرو ځوانانو ته ويکسين ورسول شوي.
ويلېنسکي وايي د امريکا د 18 لا د ډېر عمر خکلو 60% برخې ته کم نه کم يو ډوز ورکړل شوی چې يو ښه ګام دی او قام به په اسانه د ولسمشر جوبايډن د څلورم جولاي ټاکلی هدف حاصل کړي چې کم نه کم 70% خلکو ته يو يو ډوز ورورسي.
هم په دغه بريفنګ کې سينير وايټ هاوس ميډيکل مشير انتوني فوسي وغوښتل چې امريکانو ته د کرونا وايرس د ويکسين په اړه ورکړل شویډاډ بيا تازه کړي.
هغه د تازه معلوماتو په بنياد وويل چې کوم ويکسين په امريکا کې لګول کيږي د کرونا وايرس د بدلېدونکي قسمونو خلاف هم موثر دي چې په انډياکې معلوم شوی وايرس پکې B.1.6.7 شامل دی.
اغلې ويلېنسکي وويل د مرضونو د مخنيوي مرکزونه په دې کار کوي چې په امريکا کې د سکولونو ماشومان د کال تر اخره سکولونو ته لاړ شي او که په دېګرمۍ کې په څو مياشتو د تلو کې د تلو اجازت ورکړي.
هغه وايي د صحت د اوصولو سره سم به چلن وشي په دې کار کوي او دا به وکتل شي چې په راتلونکو څو ميشتو کې څومره ځوان کول ته به ويکسينولګول شي.