لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي اداره وايي داسې هم کېدلی شي چې د کرونا وایرس علامات په انسان کې څرګند نشي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کرونا په اړه د روزانه خبري غونډ ته وویل چې د ملک د طبي عملې د تحفظ د الاتو سټرېټیجک ‌ذخیره قریبا ختمه شوي ده
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کرونا په اړه د روزانه خبري غونډ ته وویل چې د ملک د طبي عملې د تحفظ د الاتو سټرېټیجک ‌ذخیره قریبا ختمه شوي ده

په امریکا کې د ناروغۍ د مخنیوي ادارې سېنټرز فار ډېزیز کنټرول اېنډ پریوېنشن، سي ډي سي، ويلي داسې هم کېدلی شي چې کرونا وایرس د یو انسان په بدن اخته شي خو په هغه کې به د مرض علامات نه څرګندیږي.

سي ډي سي په سنګاپور کې د هغه څیړنې تصدیق وکړو چې ښايي د کرونا ۱۰ فیصد نوي ناروغۍ د داسې کسانو نه نورو ته خورې شوي چې په ظاهره یې د وایرس عام علامات نه ښودل. د څیړنې ترمخه هغه کسان چې وایرس د وهلو وروسته صحت یاب ګڼل کېږي هغوی بیا هم دغه ناروغي بل تن ته د خپرولو صلاحیت لري.

سي ډي سي چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې د سنګاپور د څیړنې حمایت وکړو ویې وېل کرونا د خوریدو مخه نیولو دپاره سماجي فاصله یا ټولنیز واټن ضروري ګام دی.

د سي ډي سي مشر ډاکټر رابرټ رېډ فیلډ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه ریډیو مرکه کې وویل د مني په موسم کې د کرونا دویم څپه هم راتللی شي او هغه اداره د دې دپاره تیاری نېسي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې شمر ټیډروس ادانوم ګېبریاسس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې په نړیواله کچه د کرونا کېسونو شمیر یو مېلین یا لسو لکو ته رسېدی شي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کرونا په اړه د روزانه خبري غونډ ته وویل چې د ملک د طبي عملې د تحفظ د الاتو سټرېټیجک ‌ذخیره قریبا ختمه شوي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG