لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې حکومت د صحت ادارې خپل چارواکي د وي او ای سره مرکو نه منع کړي 
تازه خبر

د امریکې حکومت د صحت ادارې خپل چارواکي د وي او ای سره مرکو نه منع کړي 


د وي او ای خبریاله ګرېټا وان سېسټرن د صدر ډانلډ ټرمپ سره مرکه کوي
د وي او ای خبریاله ګرېټا وان سېسټرن د صدر ډانلډ ټرمپ سره مرکه کوي

په امریکا کې ناروغو نه د بچ کولو او د مرضونو د مخنیوي حکومتي ادارې سېنټرز فار ډېزیز کنټرول اېنډ پریوېنشن یا سي ډي سي په یو ایمېل کې خپلو چارواکو ته ویلي چې د وایس اف امریکا سره دې مرکې نه کوي. د سي ډي سي دغه ایمېل معلومات ته د رسايي د قانون لاندې څرګند کړی شوی دی.

معلومات ته د رسايي د خواست په ځواب کې د نایټ فرسټ امېنډمڼت انسټیټیوټ نومې ادارې د ورکړی شویو دستاویزاتو نه څرګندیږي چې د سي ډي سي یو افسر د اپرېل په ۳۰ نېټه په یو ایمېل کې یوې همکارې ته چې د سي ډي سي د اطلاعاتو په څانګه ګمارل شوي وه، مطبوعاتو ته د مرکو ورکولو طریقه کار بیانوي.

د مرکو دپاره د خواستونو منظورولو په اړه د یوې مادې دلاندې د سي ډي سي په ایمېل کې وېل شوي چې د ګریټا وان سېسټرن او یا د وي او ای سره تړلي بل کوم تن خواست باید لوړ رتبه مامورینو ته وانستول شي.

په ایمېل کې د وایټ هاوس د خبرپاڼې لنک شریک کړی شوی دی چې پکې په وي او ای الزام لګول شوی دی د خارجي ملکونو پروپګینډه خپروي.

وي او ای د سي ډي سي دریځ معلومولو دپاره ادارې سره رابطه وکړه او ورته وویل شو چې ترجمانه به وي او ای سره رابطه وکړي خو د وي او ای د رپورټ شایع کېدو پورې ورسره سي ډي سي رابطه وه نکړه.

وان سېسټر چې د قانون تعلیم یې ترلاسه کړی دی د وي او ای د خبرونو د یوې خپرونې کوربنه ده او د امریکې ګری ټېلې وژن کې په سیاسي موضوعاتو هفته واره خپرونه کوي. هغه وايي دا د هغې دپاره د حیرانیتا وړ خبره ده چې د هغې نوم په خصوصي توګه اخیستل شوی دی خو هغې ته نه خو وایټ هاوس او نه هم سي ډي سي کله دا ویلي چې د کرونا وایرس په اړه د هغې خبرونه صحیح نه دي.

وان سېسټرن د وي او ای او د ګری ټېلې وژن دپاره د کرونا وایرس په اړه په پراخه کچه خبرونه ورکړي دي او د اپرېل په پنځمه نېټه دګری ټېلې وژن دپاره د نایب صدر مایک پېنس سره د هغې مرکه هم نشر شوي ده.

د وي او ای ډاېریکټرې امېنډا بېڼېټ د سي ډي سي په دستاویزاتو کې په شویو خبرو تشویش څرګند کړی دی. امېنډه بېڼېټ وویل وي او ای په اداره لګول شوي الزامات په کلکه ردوي او د سي ډي سي نه غوښتنه کوي چې د وي او ای ته د مرکو په اړه خپله هدایت نامه بېرته واخلي.

امینډا بېنېټ وویل وي او ای د کرونا وایرس په باره کې د اېسوسي اېټېډپرېس یو خبر شریک کړی و چې پکې د وایټ هاوس نظر شامل و خو وایټ هاوس دغه خبر پروپګېنډه وبللو او د دې په بنیاد د وي او ای خبریالانو سره د یوې وفاقي ادارې د مرکو نه انکار د تشویش

وي او ای د پروپګېنډې په الزاماتو د اپرېل په لسمه نېټه وضاحتي بیان جاري کړی و.

د نایټ فرسټ امېنډمڼت انسټیټیوټ د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي غیر حکومتي اداره ده او د مارچ په ۱۹ نېټه سي ډي سي ته د معلوماتو ته د رسايي قانون لاندې یې د معلوماتو خواست کړی و. د ادارې د خواست په ځواب کې سي ډي سي د جون په ۱۲ نېټه ځینې دستاویزات ښکاره کړل.

د سي ډي سي دغه دستاویزات د سوشل میډیا په اړه د سي ډي سي د تګلارې، ادارې ته د مرکو د خواستونو او خبري ادارو ته د معلوماتو ورکولو په باره کې دي. ځېنې دستاویزات خفیه ساتل شوي وو.

د نایټ انسټېټیوټ عدالت ته هم خواست کړی و. دغه خواست پس له دې رپورټونو شوی و چې د سي ډي سي ماهرین منع کړی شوي وو چې د کرونا وایرس په لړ کې به د مطبوعاتو او عام ولس سره د خبرې نه کوي او دا چې مطبوعاتو سره د خبرو نه وړاندې به د نایب صدر دفتر سره رابطه کوي.

د نایټ فرسټ وکیلې انا ډایکېن وي او ای ته وویل د عدالت ته یې خپله مقدمه ځکه وړي وه چې دوی تشویش لرلو چې د کرونا وایرس په اړه د حکومت بیانونو ممکنه ده چې سم نه وي. هغې وویل کوم دستاویزات چې دوی ترلاسه کړي دي پکې د نایب صدر دفتر هذف کړی شوی دی نو ځکه نه معلومیږي چې د هغه څه کردار و.

د جون په ۱۸ نېټه به نایټ فرسټ ته نور دستاویزات هم ورکول کیږي او ډایکېن امید کوي چې په دغو دستاویزاتو کې به د نایب صدر د دفتر کار واضحه شي.

د نایب صدر دفتر د تبصرې دپاره د وي او ای خواست ته ځواب وه نه وېلو.

وان سېسټرن وویل دا غېر معمولي خبره ده په تور فهرست کې وي اوای شاملېدل ښکاره شوو. هغې وویل د تېرو صدرانو په حکومتونو کې او نه هم د نورو ادارو سره د کار په مهال هغه د داسې ډول صورتحال سره مخامخ شوې ده.

د وي او ای مشرې امېنډا بېڼېټ وویل دا نه ده معلومه چې په وي او ای د سي ډي سي د پابندۍ د کرونا وایرس په اړه د وي او ای په خبرونو څه اثر کړی دی. هغې وویل د سي ډي سي په ډول هدایات لکه د روس او چین په رنګ ملکونو کې لیدل کېږي چرته چې مطبوعات زیاته ازادي نلري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG