لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي ګڼي چې د واشنګټن او بېجنګ سره تعلقاتو کې توازن ساتل به د اسلام اباد دپاره ګران وي


په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن په افغانستان کې د امن په غرض د همکارۍ له امله د امریکې او پاکستان تعلقات د تېر څه وخت راهسې ښه پاتې شوي دي خو د واشنګټن او بېجنګ سره په یو وخت تعلقات متواز ساتلو په مهال به د اسلام اباد دپاره مشکلات راولاړیږي
په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن په افغانستان کې د امن په غرض د همکارۍ له امله د امریکې او پاکستان تعلقات د تېر څه وخت راهسې ښه پاتې شوي دي خو د واشنګټن او بېجنګ سره په یو وخت تعلقات متواز ساتلو په مهال به د اسلام اباد دپاره مشکلات راولاړیږي

په داسې حال کې چې د واشنګټن او بېجنګ ترمنځ تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی پاکستان کوښښ کوي چې د امریکې چین دواړوسره خپلو تعلقاتو کې توازن وساتي.

خو د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي وزیراعظم عمران خان چین سره د خپل ملک د تعلقاتو په اړه ډیرۍ څرګندې خبرې کړي دي.

تېره هفته د پاکستان دنیا ټېلې وژن سره مرکه کې عمران خان وویل "د پاکستان مستقبل د چین سره تړلی دی. مونږ باید چې په دې واضحه یو چې زمونږ د ملک (اقتصادي) پرمختګ د چین سره تړل شوی دی."

عمران خان زیاته کړه چې پاکستان خوش قسمته دی چې د چین په رنګ ګاونډي لري چې په هر ډول حالاتو کې د پاکستان سره ودرېدلی دی."زمونږ په نورو ملګرو کې هیڅ څوک هم لکه د چین په رنګ زمونږ سره نه دی ودرېدلی او په ټولو محا‌ذونو یې زمونږ سیاسي ملاتړ او دفاع کړې ده."

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې د جنګ شروع کېدو راهسې امریکې هر ملک نه زیاته د پاکستان مرسته کړې ده، او طالبانو ته د ماتي ورکولو په خاطریې پاکستان ته یې د اربونو ډالرو پوځي او غیر پوځي امداد ورکړی دی خو د دې ترڅنګ د دواړو ملکونو ترمنځ بداعتمادي هم موجوده پاتې شوي او دا پوښتنې هم چې آیا پاکستان د امریکې مدد کړی او که د امریکې کوښښونو ته یې زیان رسولی دی.

رپورټ وايي په ورستي کلونو کې دوه اهمې تبدیلۍ شوي دي. امریکې د طالبانو سره د امن لوظنامه لاس لیک کړې ده چې په افغانستان کې د امریکې کردار د ختمېدل څرګندوي او چین په پاکستان سره روابط او په پاکستان کې سرمایه کاري زیاته کړې ده.
څیړونکي اوس دا پوښتنه کوي چې دا دواړه پرمختګونه، د امریکې او طالبانو امن معاهده او پاکستان سره د چین زیاته شوي همکاري، د پاکستان خارجه تعلقاتو دپاره څه معنا لري؟

په پاکستان کې د چین سرمایه کاري

چین په تاریخي توګه پاکستان سره د دفاع په مد کې همکاري کړې او په ورستي کلونو کې یې پاکستان سره په شریکه د پوځي ساز او سامان د جوړولو کار هم شروع کړی دی چې پکې د جی اېف ۱۷ ډول جنګي هوايي جهازونو تیارول هم شامل دی.

په تېرو پنځو کلونو کې د بېلت اېنډ روډ اېنېشیېټیو يا بي ار ايي منصوبي دلاندې چین په پاکستان کې د تجارتي لارو جوړوولو دپاره سرمایه کاري زیاته کړي ده.

د سي پېک نومې منصوبې دلاندې به چین پاکستان کې د ۳۰ ارب ډالرو سرمایه کاري کوي. چې پکې به سړکونه، بندرونه، د توانايي منصوبې او اقتصادي مرکزونه جوړیږي.

واشنګټن د سي پېک دلاندې سره تړلې سرمایه کارۍ په اړه تشویش لري، وايي چې ګټه به چین وړي او پاکستان ته د قرض په جال کې ونښلي. خو چین او پاکستان دواړه د امریکې دغه تشویش ردوي.

د وي اوای رپورټ وايي وزیراعظم عمران خان د واشنګټن سره هم کړکیچن تعلقات د ښه کوولو دپاره ګامونه اخیستي دي.

د قامي سلامتیه دپاره د عمران خان مشیر معید یوسف وايي د امریکې او چین ترمنځ تاوتریخوالي کې پاکستان دواړو ملکونو ته په یو نظر کتنه کوي او یو ملک ته هم په بل ملک ترجیح نه ورکوي.

د ۱۹۷۰ په لسیزه کې پاکستان د چین او امریکې ترمنځ د پله په څېز کردار ادا کړی و چې په نتیجه کې یې د امریکې او چین ترمنځ تعلقات برابر شول. معید یوسف وویل پاکستان اوس هم د امریکې او چین ترمنځ د تاوتریخوالي کموولو په لړ کې غیرجانبدار کردارا ادا کولی شي.

په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن په افغانستان کې د امن په غرض د همکارۍ له امله د امریکې او پاکستان تعلقات د تېر څه وخت راهسې ښه پاتې شوي دي خو د واشنګټن او بېجنګ سره په یو وخت تعلقات متواز ساتلو په مهال به د اسلام اباد دپاره مشکلات راولاړیږي. هغه وویل امریکا به په پاکستان فشار اچوي چې چین سره دې خپله اقتصادي همکاري کمه کړي، خو اسلام اباد به په دې کې دلچسپي نلري او د چین سره د پاکستان د تعلق په نتیجه کې به پاکستان تر یو حد پورې د واشنګټن سره خپل تعلق کې تللی شي.

د پاکستان د ازادې د ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د امریکې سفیر پال جونز په خپل وډیو پیغام کې وویل چې امریکا پاکستان سره په خپله ملګرتیا فخر کوي ځکه چې د هغه په قول کله پاکستان سوکاله وي نو دنیا بهتره او پرامنه ځای جوړ شي.

چین د واک من کمیونسټ پارټۍ د نړیوالې څانګې مشرسونګ تاو تیره هفته پاکستاني سیاستوالو سره د وډیو دلارې شوي غونې به مهال وویل چین سره زر دلاسه ورکولی شي خو د پاکستان سره ملګرتیا نشي ورکولی.

پاکستان سره د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت تعلقات

د صدر ټرمپ حکومت د کرونا وایرس د مخنیوي په لړکې پاکستان سره مرسته زیاته کړې. د دې نه علاوه د د کرونا وایرس وروسته اقتصادي حالاتو کې د انټرنېشنل مانیټري فنډ د قرض بېرته په ادا کوولو کې هم امریکې پاکستان سره کومک کړی دی.

د امریکې د خارجه وزارت یوې ترجمانې وي او ای ته وویل د امریکې او پاکستان تعلقات ډیر صلاحیت لري او په افغانستان کې د امن په لړ کې د پاکستان د کوښښونو ستاینه کوي. ترجماني ووېل امریکا د تجارت او رای د ازادۍ په لړ کې پاکستان سره همکاري زیاتوول غواړي.

د افغانستان او هندوستان مخالف وسله والو سره د پاکستان مبینه روابط د امریکې او پاکستان په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي سبب وو او اوس هم دي.

خو د وزیراعظم عمران خان حکومت وسله والو سره د پاکستان د اړیکو خبره ردوي او وايي د وسله والو ډلو خلاف یې ګامونه پورته کړي او قانون سازي یې کړې ده. خو د وسله والو د مالي سرچینو خلاف کاروکونکي ادارې اېف ای ټي اېف په دې لړ کې د ناکافي اقداماتو له امله د پاکستان نوم په خړ فهرست کې شامل کړی دی.

د امریکې او پاکستان تعلقات بیا سموول

عمران خان او د هغه د حکومت مامورین مني چې د امریکې سره په تعلقاتو کې بهتري شوي ده او د اېف ای ټي اېف په لړ کې امریکا د پاکستان حمایت کوي.

امریکايي مامورین وايي پاکستان ته یې دا خبره واضحه کړې ده چې د ملګرتیا یوه تقاضه ده هم ده چې په سیمه کې د ثبات په غرض په پاکستان په خپلو پرمختګ کوي.

د امریکې د خارجه وزارت ترجمانې نه پوښتنه وشوه چی ایا د بي ار ايي منصوبې دلاندې په پاکستان کې د چین سرمایه کاري اسلام اباد سره د واشنګټن په تعلقاتو کې کوم مشکل پېدان کوي، نو هغې ووېل امریکا د هر منصفانه او دوامداره سرمایه کارۍ هرکلی کوي چې په نتیجه کې یې ثبات او پرمختګ رامنخټه کېږي .

خو امریکايي چارواکي وویل د افسوس خبره دا ده چې د چین سرمایه کاري شفافه نه وي، د چین قرضونه اکثر هم د چین کمپنو ته ورکول کیږي.

امریکايی چارواکي وویل امریکا شفافه او متبادله لاره وړاندې کوي چې غیر حکومتي کمپنۍ پکې د غربت د ختموولو او په ټېکنالوجۍ کې د جدت منصوبې ترسه کوي.

په سي پېک د امریکايي مامورینو د تنقید په ځواب کې په اسلام اباد کې د چین سفیر یاو جینګ وویل سي پېک ازاده او شفافه منصوبه ده چې د دواړو ملکونو دپاره ګټه وره ده.

د پاکستاني ټېلې وژن سره مرکه کې د چین سفیر دا خبره امریکايي پروپګېنډه وبلله چې سي پېک به پاکستان کې د قرض په جال کې ګېر کړي. هغه وویل کې چېرې پاکستان د مشکل سره مخامخ شي نو چین به پرې هیڅ کله هم قرض د ادا کوولو دپاره فشار نه اچوي.

د دنیا ټېلې وژن سره خپله مرکه کې عمران خان وویل سږ کال پاکستان ته د چین صدر ژي پنګ د سفر په مهال به پاکستان چین سره همکارۍ ته نوره پراختیا ورکړي.

چینايی او پاکستاني مامورین وايي پاکستان ته د چین صدر د دورې په مهال به هغه د سي پېک د لاندې د یو شمېر نویو منصوبو د پرانېستې کتنه کوی چې پکې د شپږ اشاریه اته ارب ډالرو په لګښت د پاکستان د رېل لوې پټلۍ د بیا رغوولو منصوبه شامله ده. د رېل دغه پټلۍ چې د اېم ایل یا مېن لاین ون نوم ورکړی شوی ۱۹۰۰ کلومېټره اوږده ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG