لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټګان: چين پاکستان کی داسې پروژې جوړوي چې په سټراټيجيکو خنډ جوړونکو لارو تکیه کمه کړي


رپور وايي یو بلټ یو سړک د لاری چین سیمه ییزه استحکام ته وده ورکولو هڅی هم کوي چی پر حساسو معاملو د دوی پر دریځ نیوکې ختم کړی شی
رپور وايي یو بلټ یو سړک د لاری چین سیمه ییزه استحکام ته وده ورکولو هڅی هم کوي چی پر حساسو معاملو د دوی پر دریځ نیوکې ختم کړی شی

د امریکې دفاع وزارت وايي چین د یو بلټ یو سړک د تګلارې لاندې په پاکستان کی داسی پروژی جوړوی چی بیجنګ په سټراتیزیکو خنډ جوړونکو لارو تکیه کمه کړي.

پنټاګون د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کال ۲۰۲۰ په رپورټ کې وویل په کال ۲۰۱۳ کي شورو کړی شوې د یو بلټ یو سړک د لاری چین د هیوادونو سره نژدی اقتصادي اړیکو ته وده ورکوي چې د دغه هیوادنو کټي د بیجنګ سره سمې کړی شي-

رپور وايي یو بلټ یو سړک د لارې چین سیمه ییزه استحکام ته وده ورکولو هڅې هم کوي چې پر حساسو معاملو د دوی پر دریځ نیوکې ختم کړی شي-

د څیړنکو هم وینا ده چې چین په سیمه او سمندري اوبو کې خپل اثر مستحکم کول غواړي.

دفاعي چیړنکار لیفټیننټ جنرال ر طلعت مسعود وي او ای ډیوه ته وايي:‌‌ چین دا وخت هڅي کوي چی په هغه سیمو، څه رنګه چی د پاکستان بحري سیمېی دي خپل پراخوالی مستحکم کړي، او نړی ته دا پیغام ورکړی شي چې د چین په معاملو کي مداخلت وه نه کړي.- دوی زیاتوی د CPEC د شورو کولو مقصد هم دغه دی چې بحر ته بغیر د څه خنډ ورسي – او پاکستان هم غواړي چې د هند سره د تاؤترخوالي له سببه د چین سره اړیکی چې څومره مضبوطې وي د ودی دپاره به ښه وي-

په رپور کي ویل شوی چین پاکستان کي اقتصادی راهداری پروژی ، پائپ لائنونو او د بندر جوړولو ته پام ګرځولی چی له سببه استراتیژیکو مصنوعاتو لکه آبناي مالاکه پر لارو تکیه کمه کړي-

پنټاګون په خپل رپور کي د چین د پوځی طاقت په اړه وايی چین په بحری ځواکونو، ځمکني توغندیو او هوايی دفاعي نظام کي د امریکایی ځواکونو څخه پر مخ دی-

رپور ادعا کوي چین هڅې کوي چې راتلونکې لسیزه کي د خپلو ایټمی وسلو شمیره دوه چنده کړي او د پیړی تر منځه یو داسی پوځ جوړ کړي چې د امریکا او یو بل داسې طاقت څخه زیات وي چې چین یې د ځان لپاره خطره ګڼي-

د چین د بهرنیو چارو د تګ لاری په اړه رپور وايي د چین د هند سره اړیکی تاؤجنې دي خو دواړه هیوادونه پر یوبل د مداخلت د تورونو لګولو باوجود د سفارتي هڅو او خبرو د لارې د منځ کړکیچ لرې کوي-

رپور کي دا خبره هم منل شوي چې دوو لسیزو وړاندې خپل رپور کي پنټاګون د چین د پوځ طاقت رد کړی وو خو بیا هم دا د دې پیړۍ تر منځ د نړۍ په کچه مخ په وړاندی روان پوځ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG