لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او چین اقتصادي جنگ نور سخت شوی، دواړو د یو بل په ضد ټېکسونه اعلان کړي


صدر ډانلډ ټرمپ او د چین پرمیر ژي جنپنگ
صدر ډانلډ ټرمپ او د چین پرمیر ژي جنپنگ

صدر ډانلډ ټرمپ دګل، دوشنبې، په ورځ چین ته خبرداری وکړو چې د امریکې سره دې اقتصادي جنګ نور نه زیاته وي خو چین ویلي بهرنی فشار به نه تسلیموي او د امریکې د ٦٠ ارب ډالرو مالیت په سامانونو یې نوي ټېکسونه اعلان کړل.

د چین د اقدام نه وړاندې صدر ډانلډ ټرمپ د ٢٠٠ ارب ډالرو مالیت په هغو سامانونو ټېکسونه ولگول چین یې امریکې ته لېږي. د دې نه علاوه امریکا د ٣٠٠ ارب ډالرو په نور چینايي سامان ټېکسونو اراده لري.

د چین د خزانې وزرات د گل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د امریکې ٥١۴٠ سامانونو باندې به د جون لومړۍ نېټې څخه اضافي ولگول شي.

د نړۍ د دواړو لوې اقتصادي هیوادنو ترمنځ د تیرو څو میاشتو راهسې په واشنګټن او بیجنګ کې د تجارت په موضوع خبرې اترې شوي خو تروسه کومې لوظنامې ته ندي رسیدلي.

دجمعې په ورځ د چین مرستیال وزیراعظم لیو هې په واشنګټن کې د چین د پلاوي مشري کوله خو دغه خبری هم ناکامه شوي.

هم دغه ورځ ډانلډ ټرمپ د چین په ٢٠٠ بیلنه ډالرو سامانونو باندې د ټیکس شرح د ١٠ نه ٢٥ فیصده پورې زیاته کړله. او خبردارې یې ورکړو چې د چین ٣٠٠ بیلنه ډالره نور سامانونو باندې به هم نوي ټیکسونه لګوي.

په وائټ هاوس کې د اقتصادي چارو ستر صلاکار لاري کډلو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د امریکا فاکس ټیلي ویژن ته ویلي وو، د ټیکسونو پدغه جنګ کې به د دواړه هیوادنو اقتصاد ته نقصان رسیږي.

دغه مرکه کې نوموړي منلي چې د امریکا لخوا اضافي ټیکسونه امریکايي کاروباریان د خپل جیب نه ورکوي نه چې د چین کاروباریان، او په نتیجه کې به یې امریکايي اخستونکي د ګرانې سره مخ کیږي.

البته نوموړي د امریکا هغه موقف بیا تکرار کړی چې چین دهغه لوظنامې نه پشا شوی په کوم چې دواړه هیوادونه رضا شوي وو.

نوموړي اووئیل د چین کاروباري طریقه مناسب نده، په ډیر ځایونو کې دغه کې مساوات نشته او غیرقانوني ده.

امریکا دعوه لري چې چین دا دوي ټیکنالوجې غلا کوي او دا دوي د کاروبار راز ښکاره کوي چې خپل مصنوعات پرې جوړ کړي.

صدر ټرمپ دخالي یا شنبې په ورځ ویلي چین انتظار کوي چې ایا هغه به په دویم ځل صدر منتخب شي او کنه، خو صدر ټرمپ خبراردې ورکړی چې په وايټ هاوس کې دهغه د ددویم صدراتي موده به د بیجنګ لپاره نوره هم سخته وي.

ښاغلې کډلو وايي د امریکا هغه زمینداران چې چین ته جوار،غنم او سویابین لیږي هغوي به د دې نه زیات اغیزمند شي. خو زیاته کړي چې د صدر ټرمپ انتظامیه مخکې نه هغوي ته د ١٢ بلینه ډالرو رعایت ورکوي او که ضرورت راغي نه بیا به هم داسې کوي.

څیړونکي وايي د داوړه هیوادنو ترمنځ اقتصادي جنګ وروسته د ونډو بازار یا سټاک مارکیټ هم سخت فشار لاندې وي. د جمعې په ورځ هم د د امریک سټاک مارکیټ راپروتې وو خو د ورځ په اخری کې پکې مثبت بدلون راغې.

د اتوار په ورځ صدر ټرمپ په ټویټر لیکلي وو ٫٫ مونږ صحیح یو چرته چې مونږ له د چین سره ودریدل پکار دي.

ښاغلی کډلو وايي څنګه چې صدر ټرمپ ویلي داوړه هیودانه به کارباري ټیکسونو په اړه خبری ساتي او طمعه دې چې یو لوظنامې ته به اورسیږي.

د جون میاشتې په اخېره کې به د نړیوال اقتصادي غونډه جي ټونټي په جاپان کې راجوړه کړلې شوي ده. د ښاغلي کډلو په وینا ممکنه ده چې صدر ټرمپ او د چین صدر زی جي پینګ پدغه غونډه کې په کاروباری مسلو باندې هم خبری اتری اوکړي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG