لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او چین تجارتي جنگ نور زیات شوی


صدر ټرمپ او د چین صدر ژي جنگ پنگ
صدر ټرمپ او د چین صدر ژي جنگ پنگ

امریکا به د چین په پو شمیر مصنوعاتو ټېکسونه زیاتوي. دا اعلان د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ وکړو.

هم د جعې په ورځ چین د ٧٥ ارب ډالرو مالیت په امریکايي مصنوعاتو د ټېکس یا ماليي زیاتوولو اعلان وکړو. صدر وویل د چین دغه گام په سیاسي بنیادونو اډاڼه لري.

د چین د گام په ځواب کې صدر ټرمپ وویل د اکتوبر د لومړۍ نېټې څخه به امریکې ته راتلوکو په یو شمیر چینايي مصنوعاتو د ټېکس شرح د ٢٥ فیصد نه ٣٠ فیصد ته زیاته کړی شي.

د دې ترڅنگ، صدر ټرمپ په ټوېټر وویل په ځینو نورو چینايي مصنوعاتو به د سپټمبر د لومړۍ نیټې نه د ټېکس شرح د ١٠ نه ١٥ فیصد ته زیاته کړی شي.

په چینايي مصنوعاتو د ټېکسونو د زیاتوولو نه وړاندې صدر ټرمپ په امریکايي کمپنیو غږ وکړو چې د چین پرځای دې نورو ملکونو کې د کارخانو جوړولو لارې چارې ولټوي.

صدر ټرمپ دا واضحه نکړه چې آیا هغه دا اختیار لري چې امریکايي کمپنیو ته امر وکړي چې په چین کې دې خپل کاروبار ختم کړي.

امریکايي مطبوعات وايي صدر ټرمپ امریکايي کمپنیو ته د دغه ډول امر ورکوولو اختیار یوازې په هغه صورت کې لرلی شي چې کانگرس په دې اړه قانون جوړ کړي.

خو بیا هم صدر ټرمپ په ټوېټر خپلو پېغامونو کې امریکايي کمپنو ته وویل چې خپل کاروبارونه دې هیواد ته منتقل کړي.

د جمعې په ورځ د امریکې او چین په تجاري جنگ کې د زیاتوالي په نتیجه کې په نیویارک کې سټاک اېکسچینج کې کاروبار وغورځیدلو.

په امریکايي مصنوعاتو د ټېکسونو زیاتوولو اعلان د چین د تجارت وزارت د جمعې په ورځ وکړو. وزارت وویل د ٥٠٠٠ نه زیاتو امریکايي مصنوعاتو به د ټېکس شرح پنځه او ١٠ فیصد زیاتوي. چین چې په کومو امریکايي شیانو د ټېکس زیاتولو اعلان کړی پکې زرعۍ مصنوعات، خام تېل، وړې الوتکې او موټرې شامل دي.

په امریکا‏يي مصنوعاتو به د چین اضافي ټېکسونه د سپټمبر د لومړۍ نېټې څخه او د ډسمبر د میاشت د ١٥ نېټې څخه عملي کېږي.

چین ته د تلونکو امریکايي مصنوعاتو جوړونکي وايي د چین د ټېکسونو زیاتوالي به اغیز به په دې مد کارکونکو امریکایانو وغورځېږي.

او د امریکې د تجارت خونې نایب صدر مارین برلینټ وویل پکار ده چې چین او امریکا د خبرو دلارې د تجارت په مسله خپل ترمنځه اختلافات ختم کړي او ویې وویل نه غواړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ حالات نور هم خراب شي.

د وایټ هاوس د تجارت سلاحکار لېري کډلاو ویلي د تجارت په مسله د امریکايي او چینايي مامورینو خبرې دوام لري. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وي او ای د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل تر دا وخت د دواړو هیوادونو ترمنځ شوي خبرې مثبت دي. هغه وویل په اینده میاشت به کې د چینايي پلاوی د تجارت په لړ کې د امریکې سفر کوي.

څیړونکي گڼي چې که چیرې د امریکې او د چین تجارتي جنگ ختم نشو نو په نتیجه کېیې په امریکا نوی اقتصادي بدحالي یا ریسېشن راتللی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG