لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي ايي ای وړمبۍ مېرمنې رهبرې د خپلې څوکۍ سوگند پورته کړو


جینیا هېسپل د واشنگټن سره نژدې د ورجینیا ریاست په لینگلي کې د سي ايي ای په مرکزي دفتر کې په یوه دستوره کې سوگند پورته کړو چې صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه د کابېنې یو شمیر غړو پکې هم گډون وکړو
جینیا هېسپل د واشنگټن سره نژدې د ورجینیا ریاست په لینگلي کې د سي ايي ای په مرکزي دفتر کې په یوه دستوره کې سوگند پورته کړو چې صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه د کابېنې یو شمیر غړو پکې هم گډون وکړو

جینا هېسپل د سي ايي ای د نوي مشرې په توگه د گل، دوشنبې، په ورځ د خپلې څوکۍ سوگند پورته کړو. د سي ايي ای په تاریخ کې هغه وړمبۍ مېرمن ده چې په دغه څوکۍ وگمارل شوه.

جینیا هېسپل د واشنگټن سره نژدې د ورجینیا ریاست په لینگلي کې د سي ايي ای په مرکزي دفتر کې په یوه دستوره کې سوگند پورته کړو چې صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه د کابېنې یو شمیر غړو پکې هم گډون وکړو.

دستورې ته وینا کې صدر ټرمپ د سي ايي ای او د ادارې د مامورینو ستاینه وکړه او وې ویل دا په ځمکه "تر ټولو بهترین" استخباراتي چارواکې دي.

صدر ټرمپ د مېرمن هېسپل د خدماتو ذکر هم وکړو او وې ویل چې هغې د القاعده او د نورو ترهگرو په نیولو کې او په عمومي توگه د ترهگرۍ خلاف جنگ کې اهم کردار ادا کړی دی. ډانلډ ټرمپ زیاته کړه چې مېرمن هېسپل په پراخه کچه د وسلو د خوریدو په مخنیوي کې هم د قدر وړ خدمات ترسره کړې دي.

په خپل نوبت مېرمن هېسپل د سي ايي ای د مشرۍ دپاره د هغې په نومولو د صدر ټرمپ شکریه ادا کړه.

مېرمن هېسپل د سي ايي ای د هغه مامورینو خدمات هم وستایل چې د هغې په وینا په گمنامۍ کې د هېواد نه بهر او د هېواد دننه د قام د حفاظت فرایض ترسره کوي.

مېرمن هېسپل د تیرو دیرشو کلونو نه د زیات وخت راهېسې په سي ايي ای کې خدمات ترسره کوي.

د سي ايي ای د مشرې په توگه د نامزد کیدو ورسته د امریکې سنیټ د ووټ دلارې د هغې انتخاب وکړو. د هغې په حق کې ٥۴ رای وکړی شوي او د سېنېټ ۴٥ غړو د هغې د نامزدگۍ مخالفت وکړو.

کله چې صدر ډانلډ ټرمپ د جینا هېسپل نوم د سي ايي ای د مشرۍ دپاره اعلان کړو نو د ناین الیون د حملو ورسته د نیول شوو ترهگرو نه د سي ايي ای د تحقیقاتو د طریقه کار په اړه بحثونه راوپاریدل ځکه چې هغې د ادارې د تفتیش د سختو طریقو د پروگرام مشري کړې ده. د هغې په اړه ویل کیږي چې یو یاداشت یې لیکلی وو چې پکې د هغه وډیو ټېپونو د ضائع کولو امرشوی و چې قانوني ماهرین وايي په مشکوک ترهگرو د تشدد استعمال ښکاره کوو.

په سېنېټ کې د اورونې په مهال مېرمن هېسپل په وار وار د دې خبرې کولو نه ډډه کړې وه چې آیا د تفتیش سختې طریقې استعمالول په اخلاقي توگه غلط کار دی او که نا؟ خو دا هفته هغې د ډیموکریټک پارټۍ سنېټر مارک وارنر ته په یو خط کې ولیکل چې سي ايي ای ته نه وو پکار چې د تفتیش ناوړه طریقې یې استعمال کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG