لاس رسیدونکی لینک

 
امریکايي استازی: د موسمي بدلون مخنیوی د امریکې او چین ترمنځ همکاري زیاتولی شي
تازه خبر

امریکايي استازی: د موسمي بدلون مخنیوی د امریکې او چین ترمنځ همکاري زیاتولی شي


کېري د چین وزیراعظم لي کېیانګ سره هم د نهې، سه شنبې، په ورځ ملاقات وکړو. لي وویل امریکې او چین ته پکار دي چې د موسمي بدلون د مسلې د مخنیوي په لړ کې روابط زیات کړي
کېري د چین وزیراعظم لي کېیانګ سره هم د نهې، سه شنبې، په ورځ ملاقات وکړو. لي وویل امریکې او چین ته پکار دي چې د موسمي بدلون د مسلې د مخنیوي په لړ کې روابط زیات کړي

د موسم په اړه امریکايي استازي جان کېري د نهې، سه شنبې، په ورځ په بيجېنګ کې د چین خارجه وزیر وانګ يي سره د ملاقات په موقع وویل د موسمي بدلون د مخنیوي کوښښونه د امريکې او چین په همکارۍ زیاتولو کې مرسته کولی شي.

کېري وویل امید کوي چې د موسم په موضوع خبرې اترې به په پراخه کچه د دواړو ملکونو په تعلقاتو کې هم تبدیلي وکړي.

سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت وویل کېري د دې خبرې په ضرورت ټینګار وکړو چې چین دې د کاربن او مېتېن ګېسونو د اخراج کمولو دپاره اقدامات ګړندي کړي او د ځنګلونو رقبه دې زیاته کړي.

امریکا او چین دوه داسې ملکونه دي چې د ګرین ګېس تر ټولو زیات اخراج کوي، یعني ماحول ته نقصان رسونکو ګېسونو اخراج يې د نورو ملکونو نه زیات دی.

وانګ وویل د چین دا یقین دی چې دواړه ملکونه د مذاکراتو دلارې د هرې مسلې مناسب حل راوېستلی شي.

کېري د چین وزیراعظم لي کېیانګ سره هم د نهې، سه شنبې، په ورځ ملاقات وکړو. لي وویل امریکې او چین ته پکار دي چې د موسمي بدلون د مسلې د مخنیوي په لړ کې روابط زیات کړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ کېري د چین هم منصب شي ژېنهوا سره ولیدل.

کېري وروستی امریکايي چارواکی دی چې په دي تازه ورځو کې يې د بيجینګ دوره وکړه، د دې باوجود چې د امریکي او چین تعلقات د تاوتریخوالي ښکار دي. د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلینکن او د خزانې وزیرې جېنېټ یلن هم په تېرو ورځو کې د چین دورې کړي دي.

یادونه: د دې معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG