لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کی د امریکايي‌ ځواکونو مشر دوحه کې د طالب مشرانو سره لیدلي 


Taliban Prisoners
Taliban Prisoners

راېټرز خبري اداره وايي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر د قطر په دوحه ښار کې د افغان طالبانو د مشرانو سره په افغانستان کې په تشدد/ جګړه کې د کمۍ په سر خبرې کړي دي.

د خبري ادارې د خبر تر مخه د جنرال سکاټ مېلر او طالب مشرانو تر منځه دغه خبرې اترې تیره ورځ (جمعه اپریل ۱۰مه) ناوخته شوي. په دوحه کې دا تازه لیده کاته په داسې وخت شوی چې طالبانو په امریکايي ځواکونو د فرورۍ په میاشت کې شوې لوظنامې د سرغړونې تور لګولی.

افغانستان کې د امریکايي پوځ ویاند راېټرز خبري ادارې ته ویلي، دا لیدنه د تاو تریخوالي د کموالي د ضرورت په اړه شوې ده.

د فرورۍ په ۲۹مه نېټه امریکا او طالبانو په دوحه کې یوه لوظنامه لاسلیک کړې وه.‌ د دغه لوظنامې ترمخه طالبانو دا ضمانت ورکړی وو چې د افغانستان خاوره به هیڅ یوې ترهګرې ډلې ته نه پریږدي او د افغانستان د سیاسي مشرانو سره به په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره مذاکرات کوي. د دغې په بدل کې به امريکا او نور نړيوال ځواکونه د افغانستانه وځي.

په دوحا کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په ټویټر د تیرې شپې د لېدنې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دغه ملاقات کې د دواړو ترمنځه د لوظنامې د عملي کولو په چارو خبرې شوي.

تیره اونۍ افغان طالبانو په امریکايي عسکرو تور لګولی وو چې د افغانستان په ځینو سیمو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو سره په عملیاتو کې مرستې کړې وې. طالبانو ویلي‌ وو چې دغه مرستې د امریکا او طالبانو تر منځه شوې لوظنامې ته زیان رسولی شي. خو د امریکايي‌ ځواکونو ویاند دغه ګام د افغانستان د امنیتي ځواکونو په دفاع کې بللې وو.

افغان طالبان د افغانستان د یو باشموله ډلې سره د مذاکراتو لپاره تیارۍ کوي خو په ورستیو کې د قیدیانو د خوشې کولو او په سر د اختلافاتو په وجه خبرې د ځنډ ښکار شوي.

د افغانستان حکومت د چارشنې او زیارت په ورځ ټول دوه سوه طالب بندیان خوشې کړي. خو طالبانو کابل ته لیږلې خپله ډله بیرته رابللې او تور یې لګولی چې افغان حکومت هغه طالب بندیان نه خوشې کوي د کومو چې طالبانو غوښتنه کړې.

افغان چارواکو ویلي وو چې طالبان د هغه طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي څوک چې د افغانانو په لویه وژنه کې ککړ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG