امریکايي چارواکو په سعودي عرب د ایران د حملې د خطر په اړه تشویش څرګند کړی دی او ویلي يې دي په دې لړ کې د سعودي مامورینو سره په رابطه کې دي.
د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان نېډ پرایس، د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل "مونږ په پوځي، سفارتي او استخباراتي کچه د سعودیانو سره مسلسل په رابطه کې یوو او په سیمه کې د خپلو مفاداتو او او همکارانو دفاع دپاره ګام پورته کولو نه به ډډه نه کوو."
د نهې، سه شنبې، په ورځ اېسوسي اېټېډ پرېس او وال سټريټ جرنل خپلو رپورټونو کې وویل سعودي عرب امریکي سره د ممکنه حملې په اړه استخباراتي معلومات شریک کړي دي.
د دغو رپورټونو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې د امریکې د دفاع وزارت پېنټکان ترجمان برېګېډیر جنرل پېټ رایډر وویل امریکايي پوځي مامورین په سیمه کې د خطر په اړه تشویش لري.
رېډر وویل امریکايي چارواکي د سعودي عرب سره په رابطه کې دي. "زه به دا خبره تکرار کړم چې مونږ د خپل تحفظ او د خپلې دفاع حق محفوظ لرو که زمونږ ځواکونه کوم ځای هم خدمات ترسره کوي، که دا عراق وي او که بل ځای."
یادونه: د دې رپورټ ځینې معلومات د ای پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي